د معلوماتی تکنالوجۍ په برخه کې د وړتیا لوړولو لمړنی ازموینه واخیستل شوه
نن د شنبې ورڅ د ۱۳۹۱ کال د لیندی میاشتی ۲۵ نیټه د معلوماتی تکنالوجۍ په برخه کې د وړتیا لوړولو لمړنی ازموینه د رڼا تکنالوجۍ انټرپرایس ، کاردان او انفو تک لوړو زده کړو خصوصی موسسوپه چوکاټ د مخابراتو او معلوماتی تکنالوجۍ وزارت د نظر لاندی کې واخیستل شوی.
د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت د هوکړه لیک پر بنسټ به ۱۵۰۰ تنه پورته یادو شوو لوړو زده کړو موسسو کې وروزل شی او په نظر کې ده چې د هغو ۹۵۰ تنه ښڅینه او نارینه وو له جملې ځخه چې په ازموینه کې یی ګډون درلودل ۴۵۰ تنه لوړو زدکړې خصوصی موسسو کې د یوې درې میاشتینئ دورې لپاره جذب شی.
د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت موخه د معلوماتی ټکنالوجۍ په برخه کې د خلکو او مینه والو د پوهې د کچې لوړول دی.
د یادولو وړ ده چې د وړتیا د لوړولو د زده کړې دغه پروژه د نړیوال بانک لخوا تمویلیږی.