د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجۍ د همغږی غونډي پرانیستل

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجۍ د همغږی غونډه  د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ انستیتوت د کنفرانسونو په خونه کې جوره شوه.

په غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر ښاغلي انجنیر امیرزی سنګین د جمهوری ریاست اقتصادي سلاکار ښاغلي بادیجا د نړیوالو ځواکونو ( ایساف ) رئیسانو او څینو لورپورو چارواکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ  رهبری هییت او د رسینو استازو ګدون کړی وو .

غونډه د قرانګریم دځو مبارکو آیاتونو په تلاوت او ملي سرود په خپریدو سره پیل شو.

لومړي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر ښاغلي انجنیر امیرزی سنګین د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ په ارزښت هراړخیزې خبرې وګړی او وویل : د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ  وزارت تل کوښښ کړی ترځو هیواد والوته مخابراتي او انترنتي آسانتیاوي برابري کړي او موږ په دې لاره کې هځه کړی ده ترځو ټول هیواد د مخابراتي او انترنتي خدمتونو تر پوښښ لاندې راولو .

ښاغلي انجنیر امیرزی سنګین د مخابراتواو معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د عایداتو او لاسته راوړنو په اړه وویل : اوس مهال د هیواد تر (۸۰) سلنه وګری ډیر د مخابراتي خدمتونو ترپوښښ لاندې راغلي دی .او تر شپږ ملیارد امریکایی دالرو زیات په هیواد کې د مخابراتو په سکتور کې  پانګه اچونه شوي ده .چې دې ۱۳۸۹ کال عاید ( ۱۷۵ ) ملیون امریکایی دالړو ته رسیږي .

ښاغلي سنګین زیاته کړه : تر سل زرو زیات کسان د مخابراتو په سکتور کې په کار بوخت دی .

همدارنګه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر اضافه کره موږ کوښښ کو ترڅود مخابراتي او انترنتي خدمتونو  په نرخونو کې کم والي راولو او هوډ لړو چي د انترنت ګټه اخیستونکې د (۴) سلنه څخه (۵۰ ) سلنه ته لوړ کړو مخابراتي او انترنتي خدمتونه د هیواد ګوډ ګوډ ته پراختیا ورکړو ، چې اوس مهال موږ دیړو ستونزو سره مخامخ یو او په ځینو سمیو کې د هیواد  د دښمنانود کواښ له کبله  مخابراتي آنتنونه غیر فعاله دی .

ښاغلي انجنیر امیرزی سنګین د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ  وزارت تر لاس لاندې پروژو په اړه خبرې وکړی وویل : موږ ډیري مهمې پروژي تر لاس لاندې لرو چې  له هغه جملې څخه د پریښنایې تذکري پروژه ده .چې په راتلونکې شپږو میاشتو کې په دې ویش کاریې پیل شی .

بله پروژه بريښنایي حکومتوالي ده چې د دولت کلیدی څانګو ته ویب پانه چمتو کوی او ویشویی چې دغه لړی ادامه لړی او همدارنګه به ډیر ژر به د 3G)) مبایلونو جوازونه صادر کړو .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته