د مخابراتی خدماتو لس سلنه محصول ټولونې د نظارت د مشرتابه کمېټې جلسه

Author image
Alireza Khaliqyar
یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۱۲ - ۱۶:۲۴
جلسه کمیته رهبری نظارت بر جمع آوری محصول 10 در صد خدمات مخابراتی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست محترم محمد فهيم هاشمي نن په خپل کاري دفتر کې د ماليې وزارت د عوايدو او ګمرکونو معين محترم عبدالله رقيبي، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ اداری او مالي معین محترم هادي هدایتی او د اترا ادارې تخنيکي مرستيال محترم سيلاب اميري سره، د مخابراتي خدماتو د لس سلنه محصول ټولونې د څارنې پر ټينګېدا خبرې وکړې.

په دې جلسه کې د څارنې ټيم د تېرو کارونو د ارزونې ترڅنګ، د څارنې د جديت، نظارتي ټیم زیاتوالي او په رڼه توګه د مخابراتي خدماتو محصول ټولونې باندې ټينګار وشو.

ښاغلي هاشمي همدا راز زیاته کړه چې د مخابراتي خدماتو محصول ټولونې د څارنې سيسټم (RTDMS) تر جوړېدو باید شرکتونه د نظارت ټيم سره هر اړخيزه همکاري وکړي او معلوماتو ته په بشپړه توګه د لاسرسی زمینه ورته برابره کړي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۳/۲۸ - ۱۸:۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست محترم محمد فهيم هاشمي د افغان ټېلې کام مخابراتي شرکت مسؤولينو سره لیدنه وکړه.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست محترم محمد فهيم هاشمي نن د افغان ټېلې کام مخابراتي شرکت مسؤولينو سره ددغه شرکت د مالي وضعيت، راتلونکو پلانونو په اړه بحث او خبرې وکړې او. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۳ - ۱۷:۴۴
Background image

د وزارتونو د معلوماتي ټکنالوجۍ رئیسانو سره لیدنه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست محترم محمد فهيم هاشمي نن د وزارتونو د معلوماتي ټکنالوجۍ رئیسانو سره د تعارفي ليدنې ترڅنګ د وزارتونو د ډيجيټل سازۍ د پروګرامونو، خلکو ته د. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۳ - ۱۵:۱۲
Background image

د انټرنېټ د بيو کمښت په اړه د انټرنېټي خدماتي شرکتونو مسؤولينو سره مشورتي ناسته

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست محترم محمد فهيم هاشمي نن د انټرنېټ د بيو کمښت او همدا راز د کيفيت د ښه والي په اړه د انټرنېټي خدماتي شرکتونو مسؤولينو، د اترا ادارې استازو. . .

بېرته خبرونه ته