د مخابراتي شبکو محصولاتو ویشونکو اتحادیې د پرانیستې په مراسمو کې د آغلې خاوري ګډون او ‏وینا

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۹ - ۱۷:۱۷
محترمه معصومه خاوری اشتراک در مراسم افتتاح اتحادیه محصولات شبکه های مخابراتی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرستې آغلې معصومه خاوري نن (سه شنبه، د تلي ‏میاشتې په ۲۹ مه نیته) د مخابراتو شبکې ویشونکو اتحادیې د پرانستې په مراسمو کې ګډون او وینا ‏وکړه. په دې غونډه کې د کابینې یو شمیر غړو، د ملي شورا غړو او د مخابراتي شرکتونو استازو هم ‏برخه اخیستې وه.‏

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د دې اتحادیې د جوړېدو په مراسمو کې د مبارکۍ ویلو ‏پرمهال په خپلو خبرو کې وویل چې د دې اتحادیې رامینځته کیدل زموږ او مخابراتي شرکتونو لپاره ښه ‏زیرۍ دی. موږ تمه لرو چې د یوې داسې اتحادیې رامینځته کیدل به له یوې خوا په بازار کې ښه نظم او ‏سالم رقابت رامینځته کړي او له بلې خوا به پانګونې راجلب کړي او د هیواد اقتصادي ودې لامل شي. ‏

محترمه معصومه خاوری سرپرست و نامزد وزیر مخابرات و تکنالوژی معلوماتی

اغلې خاوري زیاته کړه چې له تیرو کلونو راهیسې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت یوه مهمه ‏موخه په دې برخه کې د پانګونې راجلبول دي. دا پانګوونې، د ښو او باکیفیته خدمتونو وړاندې کولو ‏سربیره، د دولت خزانې ته د پام وړ کلني عاید راوړي.‏

نوموړې یادونه وکړه چې یوازې د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د شاوخوا درې میلیونو ګډونوالو او د ‏سلګونو ملیونو افغانیو پراخه پانګه اچونې سره د دولت خزانې ته په کال کې سلګونه میلیونه افغانۍ ‏ورکوي.‏

د هغې په وینا د مخابراتي سایټونو نوي کول او عصري کول په مستقیم ډول د مخابراتو او انټرنیټي ‏خدمتونو کیفیت پورې تړاو لري. د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت په دې برخه کې ګامونه پورته کړي ‏او موږ هیله لرو چې په هیواد کې نور مخابراتي شرکتونه هم په دې برخه کې له دې فرصت څخه په ‏استفادې سره اقدام وکړي. ‏

د اتحادیې مشرې آغلې پروین دراني وویل چې د اتحادیې جوړولو هدف د اقتصاد وده، د مخابراتو په ‏بازار کې دندې رامینځته کول، د خصوصي سکتور څخه د حکومت ملاتړ راجلبول او د مخابراتي ‏سکتورونو ترمنځ همغږي رامینځته کول دي. ‏

پروین درانی رییس اتحادیه توزیع کنندگان محصولات شبکه های مخابراتی

همدا راز نوموړې په دغه پروګرام کې د میلمنو په ځانګړي توګه د مخابراتو وزیرې د حضور څخه ‏مننه او قدرداني وکړه. دا اتحادیه په ټول هیواد کې د دریو مرستیالانو او څو غړو سره د قرارداديانو ‏اتحادیه ده.‏

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۶
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست له یو شمېر پروژو لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني او مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست د یو شمېر پروژو.... . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۱۴
Background image

د میدان وردګو ولایت په مرکز بهسودو ولسوالۍ کې دروشن مخابراتي شرکت له فعالیتونو څخه څارنه وشوه

میدان وردګو ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او تخنیکی ټیم له لوري د یاد ولایت مرکزبهسودو ولسوالۍ (کوه بیرون، سرخ آباد، مرک تاجکان او کوه سفید...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۹
Background image

د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

د هېواد محرومو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د رسولو په دوام د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کوه ګدای کلي کې د افغان ټیلی‌کام مخابراتي شرکت د سلام شبکې یومخابراتي سایټ...

بېرته خبرونه ته