د مخابراتي خدمتونو لس سلنه محصول، د ریال ټایم سیستم، د اترا پر وړاندې د روان کمپاين، د انټرنیتي قمیتونو د ټيټوالي او د فسبوک شبکې د کړنلارې په اړه د مخابراتو وزیر خبری کنفرانس.

Author image
Alireza Khaliqyar
شنبه ۱۳۹۸/۱/۲۴ - ۱۶:۴۱
کنفرانس مطبوعاتی وزیر مخابرات در مورد کیفیت 10 در صد محصول خدمات مخابرتی، سیستم ریال تایم، جمع آوری سیمکارت های غیر راجستر شده و کاهش یافتن قیمت های انترنت

د ۱۳۹۸ کال د وری د میاشتې په ۲۴ مه نېټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد اریوبي د یوې خبري ناستې پر مهال وویل د مخابراتو، مالیې وزارتونو او اترا اداې د ګډې کمیټې له لوري د لس سلنه مخابراتي محصول د پیل راهیسي تراوسه ۱۵ میلیارده افغانی راټولې او ملي خزانې ته جمع شوي دي.

ښاغلي آريوبي زیاته کړه چې د ریال ټایم ډيټا مجمنټ سیستم په پروسې کار پیل شوي او ډير ژر به يې تجهیزات هېواد ته راورسیږي او د رسنیو په حضور به د ملت سره شریک شي.

ښاغلي اریوبی د خبري کنفرانس به ترڅ کې زیاته کړه( اترا کجا چېرې ده؟) موضوع په جدي توګه تعقیبوم او اترا د مخابراتي او انټرنیټي مشکلاتو د حل په برخه کې ۲۰ ژمنې کړي وي چې له هغې څخه یوه د شکایتونو د اوریدو شمیرې ته وړیا زنګ وهل پوره کړي او ۱۹ نورې يې تراوسه، نه دي پر ځای کړي.

ښاغلي اريوبي زیاته کړه چې اترا ادارې ته یوه میاشت وخت ورکوي، تر څو پاتې ۱۹ ژمنې عملي کړي او بغیر له دې د حکومت د رهبری هیله کوو چې اترا بیرته د مخابراتو وزارت سره یو ځای کړ او په هغه صورت کې په یوه میاشت کې پوره اصلاحات راولو او یا دې اترا د مخابراتو وزارت له ودانۍ د باندې په بل کوم ځای کې فعالتونو ته دوام ورکړي چې خلک يې په توپیر او فعالیتونو وپوهيږي.

د مخابراتواو معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د تولنیزو شبکو په تیره بیا د فیسبوک د مصؤونیت په اړه څرګندونې وکړي او زیاته يې کړه د هېواد بهرنیو چارو وزارت له لوري د فیسبوک مرکزي ادارې ته مکتوب لیږم چې په افغانستان کې خپل فعالیتونه د قانون په چوکات کې عیار کړي او ټول هغه مستعار او جعلي اکونټونه چې د خلکو د اذیت او ازار سبب ګرځي او د اسلامي ارزښتونو او د هېواد د دودونو سره په ټکر کې وي بند کړي.

همدارنګه د مخابراتو وزیر وویل چې د سلام مخابراتي شرکت په انټرنیټي کڅوړو کې ۵۰ سلنه کمښت راغلی ترڅو نورې مخابراتي شبکې خپلو پيريدونکو ته د انټرنيت قمیتونه راټيټ کړي، موږ تیار یو چې دوی ته د افغان ټيلي کام شرکت له لارې ځانګړي تخفیف ورکړو.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر همدا راز د غیر راجستر سيمکارتونو د ټولولو په اړه د رسنیو سره معلومات شریک کړل چې د مارچ مياشتې له ۲۸مې نېټې تر اوسه په ټول هېواد کې ۲۴۹۷۹ غېر راجستر سيمکارتونه را ټول شوي او لا هم دغه پروسه دوام لري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۶:۲۳
Background image

د پکتیا ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې ۱۵۰ تنه زده کوونکي د کمپیوټر په زده کړه بوخت دي

د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې د ټکنالوجۍ د زده کړې او همدا راز د کمپیوټر یو شمېر مهمو پروګرامونو...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۵:۲
Background image

سمنګانو ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې د ۶ مخابراتى سایټونو ظرفیت لوړ شو

د یاد ولایت د ایبکو ښار مرکز میرکلال غونډۍ، حضرت سلطان ولسوالۍ مرکز او غزنیګګ کلي، د خرم سارباغ ولسوالۍ قره دونګ کلي، دره صوف ولسوالۍ په زیري او د خلم ولسوالۍ په...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۱
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، انټرنټي شرکتونو ،او غږیزو رسنیو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

نوموړي پۀ خپلو خبرو کې د انټرنېټي خدمتونو د وړاندې کؤلو پۀ پار د فريکونسي جوازليکونو د ترلاسه کولو...

بېرته خبرونه ته