د مخابراتو وزارت کې د وزارتونو او ادارو د ډیجیټل کولو غونډه جوړه شوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۴ - ۱۵:۲۱
محترمه معصومه خاوری

دا ناسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري په مشرۍ د وزارت د ‏پالیسۍ او پروګرامونو مرستیال او بیلابیلو څانګو رییسانو، د عامې روغتیا، لوړو زده کړو، ‏پوهنې، مالیې وزارتونو وزارت سلاکارانو او کارپوهانو، د ملي احصائیې ، د افغانستان بانک، ‏ملي راډیو او تلویزیون د استازو په ګډون د پوهې، ستراتیژۍ، نوښت او ډیجیټل اختراعاتو د ‏ښه والي په اړه د ولسمشر لارښوونې د پلي کولو په موخه جوړه شوې وه‎.‎

لومړی، آغلې خاوري په خپلو خبرو کې د مخابراتو وزارت موخو او د وزارتونو او څانګو ‏ډیجیټل کولو باندې د حکومت مشرتابه ټینګار ته په اشارې سره له اړوندو ادارو څخه د لا ‏جدي او ډیرو همکاریو غوښتنه وکړه. آغلې خاوري د اوسني حالت څخه تیریدل او ډیجیټل ‏ټولنې ته رسیدل د اوسني عصر اړتیاو په توګه یاد کړ‎.‎

د مخابراتو وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو مرستیال ښاغلي احمد مسعود لطیف رای د ‏‏(ډیجیټلي پوهې، ډیجیټل ستراتیژي، په چارو کې ګړندیتوب، د څارنې په چارو کې پرمختګ، ‏ډیجیټلي نوښت او کار رامنځته کولو) په برخو کې د ولسمشرۍ عالی مقام د لارښوونو په اړه ‏خبرې وکړې او لازم معلومات یې وړاندې کړل‎.‎

احمد مسعود لطیف رای

د ګډونکي ادارو استازو هم د خپل نظرونو د شریکولو ترڅنګ د دغو موخو لاسته راوړلو ‏لپاره د همکاریو ژمنه وکړه.‏

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

دپروان ولایت سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ کې د اتصالات مخابراتي شرکت یوسایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د هیواد لېرو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو چمتو کولو په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۵۷
Background image

کونړ ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدماتو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې په یاد ولایت کې هغه شرکتونو چې د پوسټي خدمتونو په برخه کې یې فعالیت کاوه سپارښتنه و شوه تر څو غیر قانوني پوستي...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۵۳
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ په نندارتون کې د علمي څېړنیزو پریزنټېشنونو د ګډون اعلان (Research Presentations from Academia)

د دې پروګرام موخه د پوهنتونونو، علمي څېړنیزو مرکزونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ د صنعت ترمنځ...

بېرته خبرونه ته