د مخابراتو وزارت مشرتابه د ډیجیټل کاسا پروژې د کار ګړندي کولو په موخه د نړیوال بانک له چارواکو سره آنلاین ناسته وکړه

naweed_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۶ - ۹:۱۵
بانو معصومه خاوری

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې، محترمې معصومه خاوري د ډیجیټل کاسا پروژې رییس ښاغلي راجندرا سنګ او په ‏نړیوال بانک کې د هغه ملګرو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د ننګونو له منځه وړلو او د پروژې کار د ګړندۍ کولو په اړه ‏خبرې وکړي.‏‎ ‎

پدې ویډیو کنفرانس کې، د نړیوال بانک چارواکو د نظرونو اوریدو وروسته، آغلې خاوري یادونه وکړه چې ډیجیټل کاسا د ‏افغانستان لپاره یو له حیاتي او مهمو پروژو څخه دی او د مخابراتو وزارت رهبري په ډیر جديت کار کوي ترڅو دا پروژه په ‏خپل وخت بشپړه شي‎.‎

ډیجیټل کاسا پروژه په ۲۰۱۹ زیږدیز کال کې پیل شوې او تر ۲۰۲۳ پورې به بشپړه شي. د دې پروژې په بشپړیدو او پلي کیدو ‏سره به د مرکزي آسیا نوري فایبر شبکه د افغانستان له لارې سویلي آسیا سره ونښلول شي او افغانستان به د سیمې د نوري فایبر ‏شبکې لپاره د ترانزیت په یو مهم مرکز بدل شي‎.‎

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۹:۳۲
Background image

پروان ولایت مرکز چاریکارو ښار کې دوه مخابراتي سایټونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د مخابراتي خدمتونو د تیظیم (اترا) ادارې په ګډو هڅو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۱۶
Background image

کندز ولايت کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د اترا ادارې د ګډ مسلکي او تخنیکي ټیم له...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

بېرته خبرونه ته