د مخابراتو وزارت او افغان ټلیکام مخابراتي شرکت مشرتابه سره د معصومه خاوري لیدنه او پر ګډ کار ټینګار

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۵ - ۱۵:۴۵
Masouma Khawari

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرستې وزیرې اغلې معصومه خاوري نن له غرمې مخکې او د هغې لومړۍ کاري ورځ ‏کې د دغه وزارت د مشرتابه او د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د بیلابیلو څانګو له رئیسانو او چارواکو سره وکتل. ‏

په پیل کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرسته د خپلو موخو او پلانونو په اړه په عمومي ډول خبرې وکړې او ‏ویې ویل چې د وزارت اهدافو ته د رسیدو لپاره، موږ باید په ګډه او د یو ټیم په توګه کار وکړو.‏

معصومه خاوری
 

اغلې خاوري زیاته کړه چې "سستي او غفلت" به د هغې په مدیریت کې هیڅ ځای ونلري او د وزارت ټولې څانګې او ‏کارکوونکي به د دندې مسؤلیتونه د قانون په چوکاټ کې او د دندو د قانون سره سم ترسره کوي. هغه د کارمندانو په اجرااتو کې ‏د مکافاتو او مجازاتو پر اصولو هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې مکافات او مجازات به د هغې د مدیریت په چوکاټ او ‏اصولو کې د یو اصل په توګه شتون ولري.‏

ورپسې، د بیلابیلو څانګو رییسانو او مسؤلینو د خپلو اهدافو، دندو او کاري پلانونو په اړه لنډې خبرې وکړې او د وزارت ‏مشرتابه ته په اړه یې توضیحات ورکړل.‏

همداراز، د دې وزارت د پالیسۍ او پروګرام مرستیال ښاغلي احمد مسعود لطیف رای ژمنه وکړه چې ټول کارکوونکي به له ‏کلکې ژمنې سره له هر ډول شخصي انګیزو او اهدافو څخه لرې وي، د وزارت اهدافو ته د رسیدو لپاره به په ګډه کار وکړي او ‏پروژې او برنامې به پلې کړي.‏ ‎

احمد مسعود لطیف رای
 

په پای کې، د وزارت ریاستونو ته لارښوونه وشوه چې خپل پلانونه او کاري راپورونه په راتلونکو ورځو کې د وزارت ‏مشرتابه سره شریک کړي.‏

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۵:۴۱
Background image

اقتصاد وزارت کې د اسنادو او اداري مکتوبونو د مدیریت نظام (DLMS) د تطبیق لړۍ پیل شوه

په همدې موخه جوړه شوې غونډه چې د کلام الله مجید په مبارکو آیتونو پیل شوه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري په خپلو خبرو کې.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۵:۳۴
Background image

کاپیسا ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت د یوه سایټ رغنیزې چارې پیل شوې

د یاد سایټ د رغنیزو چارو له جریان څخه د کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس ښاغلي مولوي دلاور برهان،  اترا ادارې...

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۲:۲۳
Background image

خوست کې د اتصالات مخابراتي شرکت د دو سایټونو د جوړولو چارې پیل شوې

د اتصالات مخابراتي شرکت د یوه نوي سایټ د جوړولو عملي چارې پیل شوې او ورسره هم‌مهاله د تڼيو ولسوالۍ په آد محمد تفریحي سیمه کې د یوه بل سایټ ساحوي سروې هم...

بېرته خبرونه ته