د مخابراتو د نړيوالې اتحاديې د مشرتابه په کنفرانس (ITUPP-Dubai2018) کې ګډون

Author image
Alireza Khaliqyar
دوشنبه ۱۳۹۷/۸/۷ - ۱۵:۳۰
44991683_1971504469813437_8004967712801423360_n

دوشنبه: ۷ عقرب ۱۳۹۷

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي د اجرائيه رئیس محترم ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د یو لوړپوړه دولتي پلاوي په ترکېب کې په متحده عربي اماراتو کې د مخابراتو د نړيوالې اتحاديې د مشرتابه نړيوال کنفرانس (ITUPP-Dubai2018) کې ګډون وکړ چې د افغانستان د مخابراتي خدماتو د تنظیم ادارې رئیس ډاکټر نجیب عزیزي يې هم ملتيا کوله.

په داسې حال کې چې معلوماتي ټکنالوجي او ارتباطات زموږ ژوند او ټولنې تغيروي، په دغه کنفرانس کې د مخابراتو د نړيوالې اتحاديې د سکرتر جنرال او رهبري پلاوي سربېره د ۱۶۰ څخه د زیاتو هېوادونو د مخابراتو سکټور استازي ګډون کوي چې موخه يې د 2020-2023 کلونو لپاره د یوې کړنلارې او نقشې تعینول دي.

ددغه کنفرانس مهمې موخې د مشرتابه پلاوي، اداري پلاوي او د مخابراتو د نړيوالې اتحاديې د بورډ د غړيو ټانه، د مخابراتي او انټرنيټي خدماتو د پراختيا په موخه د ځانګړي ليدلوري او کړنلارې تعینول او د راتلونکي کال د بودجې تصویب دی.

همدا راز ددغه اتحاديې د مقررو د پلي کېدو په موخه لازم اقدامات، مخابراتي او راډيوي قوانين او پرېکړې ددغه نړيوال کنفرانس د بحث او خبرو مهم ټکي دي چې د روان اکتوبر مياشتې له ۲۹مې نېټې د نومبر تر ۱۶مې نېټې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۱:۱۴
Background image

بلخ کې د اتصالات مخابراتي شرکت دوه سایټونه فعاله شول

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت تل هڅه کوي، چې د مخابراتې زیربناوو د پراختیا له لارې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۰:۱۲
Background image

بلخ ولایت کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د نوي سایټ د جوړیدو چارې وڅارل شوې

د څارنې موخه د رغنیزو چارو د کیفیت ډاډمنول او د پروژې د چارو د سم پلي کېدو ارزونه وه چې د یاد سایټ په بشپړېدو او فعالېدو سره...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۶:۲۳
Background image

کانونو او پټرولیم وزارت کې د رسمي مکتوبونو او سندونو مدیریتي سیسټم د تطبیق لړۍ پیل شوه

په همدې موخه جوړې شوې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د ډیجیټلي مکتوبونو او...

بېرته خبرونه ته