د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزیر د خپل ازبک سیال سره لیدنه وکړه

mcitadmin
دوشنبه ۱۳۹۷/۱/۱۳ - ۵:۳
sdfsd

جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني تیره اونۍ د تاشکند په نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ. په یاد کنفرانس کې له جلالتمآب ولسمشر سره د ازبکستان مشرانو د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه. د کړو ژمنو د کارونو په تعقیب د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزاد آریوبی په ازبکستان کې د یاد هېواد د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر ښاغلي عظیم احمد خدایوف سره چې د افغان ټیلي کام او ازبک ټیلي کام رییسان هم موجود وو له لاسته راوړنو ډکه ناسته درلوده.
په یاده ناسته کې په دوه اړخیزې همکارۍ، د انټر نیټ بنډویت، نورې فایبر، سیمه ایزې اړیکې، د انټرنیټ انتقال، او د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د زده کړو پراختیا او د دواړو هېوادونو زده کوونکو ترمنځ د پروګرامونو او نظرونو شریکولو او سټراټیژیکې ملګرتیا په اړه بحث او خبرې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته