د مخابراتو او معلوماتی ټولنې نړیواله ورځ ونمانځل شوه

superadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مۍ میاشتې ۱۷ نیټه د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ نړیواله ورځ نن چارشنبه د غویی میاشتې ۱۵ نیټه د یوې رسمی غونډې په ترڅ کې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت رهبری هییت، لوړپوړی دولتی چارواکو ، د ولسی جرګې غړو او د مخابراتی کمپنیو استازو په ګډون سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجی  په انستیتوت کي ونمانځل شوه.

په پیل کې مالی او اداری مرستیال او سرپرست وزیر ښاغلی الحاج وهاب الدین سادات ګدونوالو ته ښه راغلاست او د مخابراتو  نړیوالې ورځې په مناسبت دمبارکی وویله.   ښاغلی سادات په افغانستان کې د مخابراتو په برخه  کې د بی ساری پرمختګ او د مخابراتو وزارت د وروستیو لاسته راوړنو او پروګرامونو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل.

 سادات د خپل خبرو په ترڅ کې زیاته کړه چې اوس مهال د هیواد ۸۸ سلنه وګړی مخابراتی او۲۰ سلنه انترنټ خدمتونو ته لاسرسۍ لری، دوه سوه زرو تنوته د کار زمینه برابره شوې ده او په تیر کال کې  څه د پاسه ۲۰۰ ملیونه ډالره د دولت خزانې ته عواید ورکړل شویدی.

همدا راز ښاغلی وهاب الدین سادات د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت د تر لاس لاندې پروګرامونو په اړوند وویل چې د پست په برخه کې تر اوسه د قناعت وړ اغیزمن کار سرته ندی رسیدلۍ او د مخابراتو وزارت په پام کې لری چې د ښه او پرمختللی پستی خدمتونو وړاندې کولو په موخه یاد ریاست په دولتی پستی شرکت بدل کړي. نوموړي د معلوماتی ټکنالوجۍ لومړنی کنفرانس د موخو په هکله چی د ۲۰ هیوادونو د مخابراتو وزیرانو په ګډون د روان کال د چنګاښ په میاشت د کابل په ښار کې جوړیږی رڼا واچوله او و ویل:  د یاد کنفرانس موخې د اړوندو هیوادونو تر منځ د سیمه ایزې همکاری د تقویی له لارې د اقتصادی ودې لپاره د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ د عامولو او سیمه ایزو اړیکو د پراختیا لپاره د افغانستان د نقش پیاوړتیا، د سیمې هیوادونو تر منځ د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ او خدمتونو د وړاندی کولو لپاره د پوهې او تجربو ګډون، د ټولنیزې او اقتصادی ودې لپاره د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ له ځواک څخه د موثری ګټې اخیستې په موخه د کارنده پالیسیو له لاری رغنده چاپیریال برابرول او د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ سکتور په پراختیا کې د افغانستان د لاسته راوړنو او ځواکمنتیا ښکارندوینه دی.

همدارنګه ښاغلی سادات د ۲۰۱۳ کال د مۍ ۱۷ موضوع په اړوند چې  "مخابرات، معلوماتی ټکنالوجي او په لویو لارو د خوندیتوب د ښه والی" تر عنوان لاندی لمانځل کیږی خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې چلونکی د باید د ټلیفون او مبایل څخه د ګټه اخیستنې اخلاق مراعات کړی او د نقلیه وسایطوچلولو په وخت کې د مبایل  ونه کاروي چې په سړکونو کې ترافیکی حوادثو او پیښو څخه مخنیوی وشی.

وروسته د ولسی جرګی غړی صاحب خان او د ټرافیکو عمومی رییس جنرال نظام الدین په وار سره د خلکو په ورځنی چاروکې د معلوماتی تکنالوجۍ د ارزښت په هکله خبرې وکړی او ټینګار یی وکړل چې د مبایل څخه د استفادې په وخت کې باید ترافیکی قوانین او مقررات په پام کې ونیول شی او پدی هکله یې د خلکو او ادارو مرستې  اړیني وبللی.

 د اطلاعاتو او فرهنګ وزات نشراتی معین ښاغلی دین محمد مبارز راشدی د خپل وینا په ترڅ کې دمخابراتو او معلوماتی تکنالوجۍ وزارت د لاسته راوړنو څخه قدردانی څرګند کړ او د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ نړیوال ورځ یی د مخابراتو او فرهنګ وزارتونو ګډ ورځ وبلله. ښاغلی راشدی زیاته کړه چی د انحرافاتو څخه باید په کلکه ډډه وشی او ښایی د رسنیو محتوا د اغیزمنولو لپاره هڅه وکړو.

 د افغان تیلی کام رییس ښاغلی انجنیر ګل احمد راستمن او د افغان بیسیم سیمه ایز شرکت رییس ښاغلی عمر رشیدی پخپلو خبرو کې د ۱۷ نیټې لمانځنه او د ۲۰۱۳ کال موضوع یی با ارزښته وبلل. هغوی  هم زیاته کړه چې خلکو ته د مخابراتی او انټرنیټی خدمتونو وړاندی کول د افتخار وړ بولی او له خلکو يي وغوښتل چې د موتر چلولو په وخت کې ټول ایمنی تدابیرو ته په کلکه پام وکړي او هیڅکله هم د موتر چلولو په وخت کې له مخابراتي او معلوماتي وسایل څخه استفاده ونکړي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۳:۷
Background image

هلمند ولایت کې د مخابراتي شرکتونو له خدماتي څانګو څار ترسره شو

هلمند ولایت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ریاست یاد ولایت کې د مخابراتي شرکتونو له خدماتي مرکزونو څار...

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۲:۵۹
Background image

پروان ولایت کې د بیلابیلو مخابراتي شرکتونو د خدمتونو پراختیا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې او د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست په هڅو د یاد ولایت...

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۱:۴۲
Background image

د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس د کندز پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي له استادانو سره وکتل

د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس د یاد ولایت د کمپیوټر ساینس پوهنځي له استادانو سره لیدنه...

بېرته خبرونه ته