د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد آریوبی د اقتصادي عالي شورا په غونډه کې ګډون وکړ
د روان 1396 کال د مرغومی د میاشتې په 27 مه نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد آریوبی د اقتصادي عالي شورا په غونډه کې چې د مخابراتي شرکتونو د جواز مودې د غځولو وضعیت او څرنګوالي د ارزولو په موخه د جلالتمآب جمهورییس د دوهم مرستیال ښاغلي سروردانش تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه ګډون وکړ، په نوموړې غونډه کې د عدلیې او اقتصاد محترمو وزیرانو، د مالیې وزارت مرستیال، د اترا ادارې مسئولینو او نورو اړونده حقوقي او تخنیکي متخصصینو هم حضور درلود.
په دغه ناسته کې د مخابراتي شرکتونو له خوا د فعالیت د جواز د تمدید لپاره د فیس نه ورکولو په اړه د یادو شرکتونو استدلال په اړه بحث او خبرې وشوې.
د دغو ارزونو پر اساس، د قانون له مخې ټول مخابراتي شرکتونه باید د خپلو جوازونو د تمدید لپاره فیس ورکړي او د جواز د مودې د غځولو په موخه د فیس د ورکړې لپاره مخابراتي شرکتونو ته هیڅ قانوني خنډ نه شته.