د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد آریوبی د اقتصادي عالي شورا په غونډه کې ګډون وکړ

mcitadmin
چهارشنبه ۱۳۹۶/۱۰/۲۷ - ۵:۳
zcz

د روان 1396 کال د مرغومی د میاشتې په 27 مه نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد آریوبی د اقتصادي عالي شورا په غونډه کې چې د مخابراتي شرکتونو د جواز مودې د غځولو وضعیت او څرنګوالي د ارزولو په موخه د جلالتمآب جمهورییس د دوهم مرستیال ښاغلي سروردانش تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه ګډون وکړ، په نوموړې غونډه کې د عدلیې او اقتصاد محترمو وزیرانو، د مالیې وزارت مرستیال، د اترا ادارې مسئولینو او نورو اړونده حقوقي او تخنیکي متخصصینو هم حضور درلود.
په دغه ناسته کې د مخابراتي شرکتونو له خوا د فعالیت د جواز د تمدید لپاره د فیس نه ورکولو په اړه د یادو شرکتونو استدلال په اړه بحث او خبرې وشوې.

د دغو ارزونو پر اساس، د قانون له مخې ټول مخابراتي شرکتونه باید د خپلو جوازونو د تمدید لپاره فیس ورکړي او د جواز د مودې د غځولو په موخه د فیس د ورکړې لپاره مخابراتي شرکتونو ته هیڅ قانوني خنډ نه شته.

تازه ترین خبر

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

فعالیت ۲ دستگاه غیرمجاز ستلایت در ولسوالی یکاولنگ ولایت بامیان متوقف گردید

به اساس هدایت مقام محترم وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی، مطابق به قانون اداره تنظیم خدمات مخابراتی (اترا) به منظور جلوگیری از خدمات غیر قانونی...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۱۴
Background image

به تعداد ۲ سایت مخابراتی شرکت اتوما در شهر قلات مرکز ولایت زابل فعال و به بهره برداری سپرده شد

به هدایت مقام محترم وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی، ریاست مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایت زابل و به همکاری شرکت اتوما...

بازگشت به خبر