د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر په کابل کې د ترکیې له سفیر سره وکتل

mcitadmin
دوشنبه ۱۳۹۶/۱۰/۱۸ - ۵:۳
sdsad

د روان 1396 کال د مرغومي (جدی) د میاشتې په 18 نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد آریوبي  په کابل کې د ترکیې له سفیر ښاغلي اوګوژن توغرول سره ناسته درلوده. په ناسته کې نوموړي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه په مخابراتي سکټور او معلوماتي ټکنالوجۍ کې د همکارۍ ژمنه وکړه. نوموړي زیاته کړه چې د خپل دولت په استازیتوب به د دوه اړخیزهمکاریو په موخه د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې له افغانستان سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړي. همدارنګه ښاغلي اوګوژن وویل چې ترکیه او افغانستان له پېړیو راهیسې له یو بل سره اړیکې لري او نږدې سره پاتې شوي دي

هغه یادونه وکړه چې نوموړی هغه هوکړه لیک ته کاملا ژمن دی چې د پُستي او د افغان ټیلیکام شرکت په اړه لاس لیک شوې دی
ښاغلي شهزاد آریوبي له افغانستان سره د دوست هېواد ترکیې له اوږد مهاله همکاریو مننه وکړه اوپه راتلونکې کې د دواړو هېوادنو ترمنځ د پایداره او دوامداره اړیکو ته هیله څرګنده کړه

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته