د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبی د تېرې ورځې دردوونکې پېښې د شهيدانو کورنيو سره د تسلیت او دعا په موخه د خپلو شهيدو همکارانو د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ او د قربانيانو له کورنيو سره يې خپله غمرازي شریکه کړه.

Author image
Alireza Khaliqyar
دوشنبه ۱۳۹۸/۲/۲ - ۱۵:۹

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبی د تېرې ورځې دردوونکې پېښې د شهيدانو کورنيو سره د تسلیت او دعا په موخه د خپلو شهيدو همکارانو د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ او د قربانيانو له کورنيو سره يې خپله غمرازي شریکه کړه
همدا راز ښاغلي آريوبي تېره ورځ ددغه دردوونکې پېښې د ټپيانو څخه په روغتونونو کې لیدنه وکړه او د جلالتمآب جمهور رئيس نقدي مرسته يې ورته وسپارله.

ښاغلي آريوبي وویل چې د تروریستانو موخه د وېرې او ډار خورول دي، د یو داسې بنسټ په نښه کول چې ټولو هېوادوالو ته خدمات وړاندې کوي، يو ځل بیا ثابتوي چې تروریستان هېڅ معيار، ديني او انساني ارزښت ته درناوی نه کوي او په دې باید وپوهېږي چې موږ له هر وخت زیات په قوي ارادې خپلو هېوادوالو ته د خدمت لپاره متعهد يوو.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ټول منسوبین دغه دردوونکې پېښې سخت متاثره کړي، د قربانياينو کورنيو سره په دغه غم کې خپل ځان شریک ګڼي، شهيدانو ته فردوس جنتونه، ټپيانو ته عاجله شفا او کورنيو ته يې جمیل صبر غواړي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته