د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي د کابل ښاروال ښاغلي پوهنیار احمد ذکي سرفراز سره ليدنه وکړه.

Author image
Alireza Khaliqyar
دوشنبه ۱۳۹۸/۱/۱۹ - ۱۴:۴۳
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي د کابل ښاروال ښاغلي پوهنیار احمد ذکي سرفراز سره ليدنه وکړه.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن په خپل کاري دفتر کې کابل ښاروال ښاغلي پوهنیار احمد ذکي سرفراز سره ليدنه وکړه او د ښاریانو لپاره د کابل ښاروالي په مرسته د معلوماتي ټکنالوجۍ، نوري فایبر شبکې، په استوګنځیو کې د پست بسکونو او پُستي خدماتو د پراختيا او د ادرسونو د سیستم په اړه خبرې وکړې.

همدرانګه کابل ښاروال، ښاریانو ته د عامه پوهاوي او معلوماتو د ورکړې په موخه د کابل ښاروالۍ د راډيو تلویزیون شبکې د جوړولو لپاره د مرستې غوښتنه وکړه او ددې ترڅنګ يې د ښاري فرهنګ د ترویج په پار ددغه ادارې د پلانونه او معلومات شریک کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

دپروان ولایت سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ کې د اتصالات مخابراتي شرکت یوسایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د هیواد لېرو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو چمتو کولو په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۵۷
Background image

کونړ ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدماتو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې په یاد ولایت کې هغه شرکتونو چې د پوسټي خدمتونو په برخه کې یې فعالیت کاوه سپارښتنه و شوه تر څو غیر قانوني پوستي...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۵۳
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ په نندارتون کې د علمي څېړنیزو پریزنټېشنونو د ګډون اعلان (Research Presentations from Academia)

د دې پروګرام موخه د پوهنتونونو، علمي څېړنیزو مرکزونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ د صنعت ترمنځ...

بېرته خبرونه ته