د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د MTN مخابراتي کمپنۍ له مسئولینو سره وکتل

mcitadmin
دوشنبه ۱۳۹۶/۱۱/۲ - ۵:۳
dfd

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد آریوبي د MTN مخابراتي کمپنۍ له مسئولینو سره د غوره مخابراتي خدمتونو وړاندې کولو او په ځانګړې توګه د 3G انټرنیټ کفیت لوړولو، د قیمتونو په راټيټولو او همدارنګه د 4G انټر نیټ شروع کولو د څرنګوالي، د موبایل له لارې د معاشونو ورکولو او نورو اړونده موضوعاتو په اړه ناسته درلوده.
په لېدنه کې د تېر په څیر یو ځل بیا په دې ټینګار وشو چې مخابراتي کمپنۍ باید د هېواد هر ګوت ته په عالي کفیت او شفاف ډول مخابراتي خدمتونه ورسوي او همدارنګه د مخابراتي سکټور په برخه کې د خصوصي کمپنیو ترمنځ باید سالم رقابت رامنځ ته شي.

ښاغلي شهزاد آریوبي وویل چي "د خصوصي سکټور پياوړتیا ته کاملاُ ژمن یو او له دوی څخه مو هم بار بار غوښتنه دا ده چې په لوړ کفیت او مناسب قیمت هېوادوالو ته مخابراتي خدمتونه وړاندې کړي".

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته