د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د کندز ولایت والی سره په خپل دفتر کې لیدنه وکړه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۵ - ۱۵:۱۳
والی ولایت کندز

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حقاني د کندز ولایت والی ښاغلي ملا نثار احمد نصرت  سره چې د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست رئیس هم حضور درلود وکتل.              
دغې ناسته کې د کندز ولایت د مخابراتي ستونزو پر حل او یاد ولایت کې د مخابراتي خدمتونو پر پراختیا خبرې وشوې.
د کندز ولایت والی ښاغلي ملا نثار احمد نصرت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د پراختیا او مخابراتی خدمتونو د کفییت لوړولو په برخو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له هڅو څخه ستاینه وکړه. او همداراز د کندز ولایت د مخابراتو د وضیعت او ستونزو په اړه یې معلومات د وزارت مشرتابه سره  شریک کړل. 
د مخابراتو وزارت وزیر ښاغلی الحاج مولوي نجیب الله حقانی، په اوسني وخت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ پر اهمیت رڼا واچوله او ژمنه یې وکړه چې د کندز ولایت د مخابراتي ستونزو په حل او هغو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو په رسولو کې چې تر اوسمهاله له دغو خدمتونو بې برخې پاتې دي همکاری وکړي. 
د یادونې وړ ده چې مخابراتي خدمتونو پراختیا لپاره لس مخابراتي سایټونه یاد ولایت ته د واحدې منبع له لارې منظور شول.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته