د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د کاناډا له سفیر سره وکتل

mcitadmin
سه‌شنبه ۱۳۹۶/۱۱/۱۷ - ۵:۳
wefe

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد اریوبي د خپل کار په دفتر کې د کاناډا هیواد له سفیر ښاغلي فرانکویس سره وکتل.

په دغه کتنه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د کاناډا هیواد له مرستو چې په تیره یوه نیمه لسیزه کې یې د افغانستان سره کړي دي مننه وکړه.

همداراز ښاغلي آریوبي په افغانستان کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د پیاوړي کیدو په برخه کې د کاناډا هیواد د همکارۍ غوښتنه وکړه او یادونه یې وکړه چې د کاناډا سفارت څرنګه کولی شي په ټیلی میډیسن (Tele Medicine) برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي او د روغتیا په برخه کې د کار کوونکو ظرفیت لوړ او په نړیواله کچه برابر شي

د ټیلي میډیسن (Tele Medicine) په برخه کې ښاغلي سفیر معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې په کاناډا کې ځینې روغتونونه شته چې د ټیلي میډیسن په برخه کې یې کار کړی دی او کارونو یې ښه پایله ورکړي ده

نوموړي هیله څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې دوی به پدې برخه کې خپله بشپړه همکاري وکړي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته