د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د چین په هیواد کې په نړیوال کنفرانس او نندارتون کې ګډون وکړ

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي عبدالرزاق وحیدي د یو هیئت په سر کې د معلوماتي ټکنالوجۍ په لومړني نړیوال کنفرانس او نندارتون کې ګډون وکړ چې د چین د خلکو جمهوریت د کیومینګ په ښار کې پرانستل شو.
دا کنفرانس او نندارتون د چین هیواد په کیومنګ ښار کې پیل شوی چې 4 ورځې به دوام کوي. په دغه نړیوال کنفرانس او نندارتون کې د افغانستان په ګډون د سهیلي اسیا هیوادونو برخه اخیستې وه او خپل محصولات او د معلوماتي ټکنالوجۍ اړوند نوښتونه یې نندارې ته وړاندې کړل.

 

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجی وزیر ښاغلي عبدالرزاق وحیدي په دغه کنفرانس کې د خپل وینا په ترڅ کې د نړۍ د تغیر او همکاری ، په افغانستان کې د مخابراتي او  معلوماتي ټکنالوجۍ د ودې لپاره د ساینس او ټکنالوجۍ د اهمیت په اړوند خبرې وکړې، همدا راز ښاغلي وحیدي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د افغانستان پر لاسته راوړنو رڼا واچوله او ویې ویل: چې د افغانستان د مخابراتو وزارت د یو ساده مخابراتي خدمتونو وړانې کونکي سکتور څخه په یو قانون او پالیسی جوړونکي سکتور بدل شوی او خصوصي سکتور ته د مخابراتو او انټرنټي خدمتونو سپارل،د پنځه مخابراتي شرکتونو رامنځته کول، د ۴۰ انټرنټي خدمتونو وړاندې کوونکي شرکتونه رامنځته کول، د IT په برخه کې د سل هاوو بنسټونو جوړول، بریښناییز حکومتولۍ او مبایل حکومتدارۍ په برخه کې د پرمختګونو یادونه کړه.

همداراز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي وحیدي په افغانستان کې د GSM خدمتونو د پوښښ د پراختیا، تر 10٪ سلنې پوري د انټرنټ په کارونکو کې زیاتوالی، له 3000 څخه تر 60 ډالر د انترنټ په بیو کې کمښت او نوري فایبر غځونې په برخه کې هم پوره معلومات وړاندې کړل.

د دغه کنفرانس تر څنګ افغاني هیئت د چین هیواد د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر او نورو لوړپوړو چارواکو سره په بیلا بیل ډول وکتل او د دواړو هیوادونو علاقې وړ موضوعاتو په هکله خبرې وکړې.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي عبدالرزاق وحیدي په افغانستان کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ د نوښتونو، د هیواد په پوهنتونونو کې د څیړنیز مرکز جوړولو، د ساینس او ټکنالوجۍ د پالیسۍ جوړونې او سکالرشیپ په برخو کې د چین او نورو پرمختللو هیوادونو د مرستو او ملاتړ څخه قدرداني څرګنده کړه.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د روان میلادي کال د جون میاشتې په ۱۳ مه نیټه د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د ټکنالوجۍ یو نړیوال کنفرانس او نندارتون په کابل کې پرانیست چې د بهرنیو هیوادونو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارتونو او د مخابراتي کمپنیو د تنظیم ادارو مشرانو په کې ګډون وکړ او له یاد نندارتون څخه یې لیدنه وکړه چې په ترڅ کې په هیواد کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ د ودې او پراختیا په اړوند خبرې وشوې او په دې برخه کې نوې تجربې سره شریکې شوې.

 

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۶:۱۱
Background image

د پکتیکا ولايت په شکین ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاو د برابرولو په موخه د پکتیکا...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۶:۳
Background image

سمنګانو ولایت کې د یو شمیر مخابراتي شبکو د سیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د ارزونې په ترڅ کې څرګنده شوه چې تر دې مهاله د سمنګانو ولایت د پیرودونکو استازولیو لپاره د مخابراتي شکبو...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۰:۵۱
Background image

ننګرهار ولایت کې د نویوسیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې په اساس د ننګرهار ولایت د یوشمیر مخابراتي شبکو...

بېرته خبرونه ته