د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د چین هیواد له سفیر سره ولیدل
د روان 1397 لمریز کال د وری د میاشتې په نهمه نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي ښهزاد آریوبي د چین سفیر ښاغلي لیو جینسانګ سره د خپل کار په دفتر کې ولیدل.
په ناسته کې د واخان دهلیز له لارې د نوري فایبر شبکې د غځولو، د انټرنیټ بینډویت (سرعت ) ، د افغان پست د عصري کولو او په نوي معیارونو برابرولو او د وریښمو د لارې د پروژې (Silk Road Cable System) په اړه خبرې وشوې. همدارنګه ښاغلي شهزاد آریوبي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پرسونل د ظرفیت لوړونې په خاطر د هغوی څخه د همکاری غوښتنه وکړه.