د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د ملي تدارکاتو کمیسیون په غونډه کې ګډون وکړ

mcitadmin
دوشنبه ۱۳۹۷/۲/۲۴ - ۵:۳
sdds

تېر ماښام په ارګ کې د جلالتمآب جمهور رییس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون غونډه چې د مخابراتواو معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد اریوبي هم پکې ګډون کړی و ترسره شوه .په غونډه کې ملي تدارکاتو کمیسیون د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د قراردادنو په شمول ۹ قراردادونه چې په اجنډا کې شامل وو دګټونکو شرکتونو مالیاتي تصفیه پورې مشروط منظور کړل. په دغو قرادادونو کې د نوري فایبر شبکې پروژې د تدارکاتو او برابرولو قرارداد، د GSM سیستم د برخو ظرفیت لوړولو د پروژې قرارداد او د افغان ټیلي کام د سلام شبکې لپاره د اضافي تجهیزاتو د برابرولو او تدارک پروژې قرارداد شامل دي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۵:۲۱
Background image

ننګرهار ولایت شپږو ولسوالیو کې ۶ مخابراتي انټنونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د ننګرهار ولایت دره نور، ښېوې، پچیراګام، ګوشتې، خوګیاڼو او سرخ ولسوالیو ...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

د میدان وردکو ولایت یو شمېر سېمو کې د مخابراتي سایټونو له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

د یادې څارنې په ترڅ کې اړونده شرکتونو ته سپارښتنه وشوه څو رغنیزې چارو کې کیفیت او معیار...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۵:۷
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مالیې او ټولګټو وزارتونو سره د تخنیکي سیسټمونو د پیاوړتیا په موخه ګډه ناسته وکړه

د تخنیکي سیستمونو د پیاوړتیا، تخنیکي همغږۍ د زیاتوالي، او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم د اغېزمن تطبیق په موخه...

بېرته خبرونه ته