د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د مخابراتو نړیوالې ادارې په غونډه کې ګډون وکړ

mcitadmin
جمعه ۱۳۹۷/۱/۳ - ۵:۳
sdf

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد آریوبي  دهېواد د مخابراتي سکټور په استازیتوب د مخابراتو نړیوالې اتحادیې (ITU-WSIS) د معلوماتي ټولنې په ناسته کې چې د 2018 زیږدیز کال د مارچ د میاشتې له 20-23  پورې د سویس هیواد په جنیوا ښار کې جوړه شوې وه ګډون وکړ

دا غونډه ‌‌‌په کال کې یو ځل ترسره کېږي او پر پرمختلونکو ټکنالوژيکي او مخابراتي سیستمونو باندې بحث کېږي ترڅو د نړۍ هر هېواد وکولای شي دا ټکنالوژي په خپل هېواد کې پلي کړي.
د دغې ناستې له مخې د بورد غړي (وزیران) مکلف دي چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ اهدافو نه په ګټې اخیستنې د فرصتونو په رامنځته کولو، د ICT پروړاندې د اهدافو تطبیق او دوامدراه پراختیا په منظور او د ستونزو معلومولو لپاره په لوړه کچه د خبرو زمینه برابره کړي او دغه راز په ټولنو کې د معلوماتي ټکنالوجۍ د رغنده نقش لوبولو او د ګټورو کړنلارو تر لاسه کولو په موخه د څو اړخیزه همکاریو رامنځ ته کول یې بنسټیزه موخه ده.

 د سویس هیواد په جینوا ښار کې د معلوماتي ټولنې د سرمشریزې په غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد آریوبي ګډونوالو ته خبرې وکړی. په خپلو خبرو کې یې د انټرنیټ د اهمیت او په افغانستان کې د انټرنیټ د ستونزو په اړه یادونه وکړه. او له ګډونوالو سره یې په افغانستان کې د انټرنیت اوسنی حالت او راتلونکي پلانونه شریک کړل.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

دپروان ولایت سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ کې د اتصالات مخابراتي شرکت یوسایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د هیواد لېرو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو چمتو کولو په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۵۷
Background image

کونړ ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدماتو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې په یاد ولایت کې هغه شرکتونو چې د پوسټي خدمتونو په برخه کې یې فعالیت کاوه سپارښتنه و شوه تر څو غیر قانوني پوستي...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۵۳
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ په نندارتون کې د علمي څېړنیزو پریزنټېشنونو د ګډون اعلان (Research Presentations from Academia)

د دې پروګرام موخه د پوهنتونونو، علمي څېړنیزو مرکزونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ د صنعت ترمنځ...

بېرته خبرونه ته