د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د ترکمنستان د مخابراتو وزیر سره آنلاین ناسته وکړه

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ - ۱۶:۱۰
وزیر مخابرات ترکمنستان و افغانستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي مولوي نجیب الله حیات حقاني د ترکمنستان د مخابراتو وزارت وزیر ښاغلي خدای ګلوف حاجي مراد شامرادویچ سره د ټاپي د ګاز نل لیکې تر څنګ د نوری فایبر غځونې اړوند خبرې وکړې.

دغه ناسته چې په آنلاین ډول تنظیم شوې وه پیل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي مولوي نجیب الله حیات حقاني خپل ترکمنستاني سیال ښاغلي خدای ګلوف حاجي مراد شامرادویچ ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، د خوښۍ ځای دی چې دوه ګاونډي هېوادونه په ګډه سره د یوې سترې پروژې چې د نوری فایبر پروژه هم پکې شامله ده د پرانیستو په درشل کې دي.

د ترکمنستان د مخابراتو وزیر ښاغلي خدای ګلوف حاجي مراد شامرادویچ هم خوښي څرګنده کړه چې دواړه هېوادونه په ګډه د سترو پروژو د تطبیق لپاره همکار دي او همدا راز وه یې ویل دوی غواړي د ټاپي د ګاز نل لیکې پروژې سره یو ځای د فایبر غځونه هم پیل کړي او په همدې موخه هرات کې یې د دفتر د پرانیستېدو غوښتنه مطرح کړه، د دوی په وینا دوی غواړي د روان کال تر یوولسم د سپټمبر پورې د فایبر غځونې پروژه پرانیزې او په همدې مناسبت جوړېدونکې غونډه کې یې له وزیر صاحب څخه د ګډون غوښتنه هم وکړه.

ملاقات انلاین وزیر مخابرات ترکمنستان و افغانستان

پر لیکه جوړې شوې دغې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي مولوي نجیب الله حیات حقاني نوري فایبر د اوسنۍ نړۍ یوه ستره او حیاتي اړتیا وګڼله او زیاته یې کړه چې افغانستان اوسمهال له ترکمنستان سره په دوه نقطو (آقینې او تورغونډۍ) کې وصل دی او البته دواړه هېوادونه په صفري نقطو کې وصل شوي د ښاغلي وزیر صاحب په وینا افغانستان د فایبر په برخه کې د دې جوګه دی چې د منځنۍ آسیا او جنوبي آسیا تر منځ د ډیټا د لېږد په برخه کې د یوه پل حیثیت ولوبوي البته د حقوقي موضوعاتو اړوند باید خبرې وشي او د نوری فایبر د ټرانزیټ په برخه کې اصولي لارې چارې ولټول شي ځکه اصول داسې دي کله چې د یوه هېواد په قلمرو کې د فایبر غځونه کېږي اړینه ده چې د هېوادونو تر منځ ځیني تفاهمونه او قراردادونه وشي چې له مخې یې له قانون سره سم کارونه مخې ته لاړ شي.

همدا راز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل چې نیږدې راتلونکي به د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت یو پلاوی چې د وزارت تخنیکي مرستیال ښاغلی پوهنیار احمد مسعود لطیف رای او د وزارت اړوند د اټرا ادارې مسلکي مرستیال ښاغلی عطا محمد یاري ترکمنستان هېواد ته رسمي سفر ولري او هلته به په ځینو تخنیکي مسایلو مفصلې خبرې وکړي، همدا راز ښاغلي وزیر صاحب ترکمنستاني لوري ته ډاډ ورکړ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت به له قانون سره سم ترکمنستاني لوري ته هر راز آسانتیاوې برابرې کړي.

ملاقات وزیر مخابرات ترکمنستان و افغانستان

د ترکمنستان د مخابراتو وزیر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له وزیر ښاغلي مولوي نجیب الله حیات حقاني مننه وکړه چې دوی سره په یادو برخو کې د قانون له مخې همکارۍ ته چمتو دي او په خبره یې چې دوی د افغانستان له لوري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت پلاوي راتلو ته سترګې په لار دي او هرکلی ورته وایي د ښاغلي خدای ګلوف حاجي مراد شامرادویچ په وینا دوی خوښ دي چې له افغانستان څخه ورتلونکي تخنیکي ټیم سره په تخنیکي برخو  او همدا راز د فایبر غځونې اړوند مفصلې خبرې وکړي.

پای کې ترکمنستاني لوري غوښتنه وکړه چې دوی افغانستان ته د پروژې د افتتاح او خبري پوښښ په موخه د یوه هیأت د لېږلو تابیا لري او په دې برخه کې یې د مرستې غوښتنه وکړه.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي مولوي نجیب الله حیات حقاني دوی ته ډاډ ورکړ چې د دوی هیأت ته به په قانوني ډول آسانتیاوې برابرې کړي تر څو وکولای شي د پروژې د افتتاح مراسم په سم ډول تر پوښښ لاندې راولي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۹:۲۸
Background image

د پنجشیر ولایت عنابې ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې د سیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د هغو سیمکارتونو چې د سلام  مخابراتي شرکت له لوري د پنجشیر ولایت استازولیو...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۴:۱۰
Background image

لوګر ولایت په خوښۍ او محمد آغي ولسوالیو کې د دوه مخابراتي سایټونو له رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

له مخابراتي سایټونو څخه د نظارت په ترڅ کې یې د مخابراتي سایټونو له رغنیزو چارو...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۳۸
Background image

کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ کې د درېیو نویو مخابراتي سایټونو له جوړېدو څخه څارنه ترسره شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې د ټي ډي اف د بودېجې...

بېرته خبرونه ته