د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د استونيا د الکټرونيکي حکومتدارۍ اکاډمۍ څخه لیدنه وکړه
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن په استونيا کې د الکټرونيکي حکومتدارۍ د اکاډمۍ څخه لیدنه وکړه او په دغه هېواد کې د الکټرونيکي حکومتدارۍ د جوړښتونو او اساساتو په اړه يې هر اړخيزه خبرې وکړې.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت پلاوي په دغه لیدنه کې د الکټرونيکي حکومتدارۍ د پراختيا په اړه د اسټونيا د تجربو په اړه معلومات تر لاسه کړل او تر څنګ يې ددغه اکاډمۍ له مسؤولينو په افغانستان کې د الکټرونيکي حکومتدارۍ د ترويج په برخه کې لازمې مشورې تر لاسه کړې.