د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د پُستي شرکتونو مسؤلینو سره په ناسته کې د غوره خدمتونو په وړاندې کولو باندې ټینګار وکړ

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۶:۳۳
شرکت های پُستی

نن له غرمې مخکې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د خصوصي پُستي خدمتونو له مسؤلینو سره د ناستې پر مهال د پُستي خدمتونو د ښه والي، د فرصتونو را مینځته کول، د احتمالي ننګونو په حل او د پُستي خدمتونو په ګډو همکاریو او په دې برخه کې د غوره خدمتونو په وړاندې کولو باندې خبرې وکړې.

په پیل کې د پُستي خدمتونو تنظیم ادارې رئیس عبدالرشید احمدي د پُستي خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو مسؤلین غونډې ته ور وپیژندل او د دوی ستونزې او وړاندیزونه یې په تفصیل سره مطرح کړل او په دې اړه یې د دواړو خواوو په همکارۍ او د ستونزو په حل ټینګار وکړ.

عبدالرشید احمدی

ګډونوالو په دغه ناسته کې د نوموړي ادارې د پراختیا او پدې سکتور کې د زیاتو فرصتونو د رامینځته کولو غوښتنه وکړه. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د ګډونوالو د وړاندیزونو او نظرونو له اوریدو وروسته وویل، چې د پُستي خدمتونو تنظیم قانون به ډېر زر تصویب شي او د هغه په رڼا کې به د پُستي خدمتونو ستونزو ته رسیدنه وشي.

همدا رنګه اغلې معصومه خاوري زیاته کړه، چې د پُستي خدمتونو تنظیم ادارې ته به پراختیا ورکړو او د پُستي خدمتونو کوډونه به ډیجیټلي شي.

نشست هیئت رهبری

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته