د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د مخابراتو نړیوالې اتحادیې (ITU) آنلاین ناسته کې ګډون وکړ

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۱۵:۱۲
ITU

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري د (ITU) آنلاین ناسته کې چې د مخابراتو نړیوالې اتحادیې او د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ترمنځ د لا همغږۍ او همکارۍ په موخه جوړه شوې وه برخه اخیستې وه.

په دې ناسته کې، چې د مخابراتو د نړیوالې اتحادیې د استازو په حضور جوړه شوې وه په راتلونکي کال کې د اتحادیې نړیوال کنفرانس د جوړولو په څرنګوالي، په کنفرانس کې د افغانستان رول او همدارنګه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سره د تخنیکي او ظرفیت جوړونې په برخوکې د دغې اتحادیې په همغږي او همکاریو باندې بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

کنفرانس آی تی یو ۲ اسد ۱۴۰۰

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

دپروان ولایت سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ کې د اتصالات مخابراتي شرکت یوسایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د هیواد لېرو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو چمتو کولو په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۵۷
Background image

کونړ ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدماتو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې په یاد ولایت کې هغه شرکتونو چې د پوسټي خدمتونو په برخه کې یې فعالیت کاوه سپارښتنه و شوه تر څو غیر قانوني پوستي...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۵۳
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ په نندارتون کې د علمي څېړنیزو پریزنټېشنونو د ګډون اعلان (Research Presentations from Academia)

د دې پروګرام موخه د پوهنتونونو، علمي څېړنیزو مرکزونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ د صنعت ترمنځ...

بېرته خبرونه ته