د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرارګون ولسوالی ته سفروکړ

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرښاغلی امیرزی سنګین د شنبي په ورځ چي د روان هجري لمریز کال د اسد د میاشتي له ۲۴ نیټي سره سمون خوري  د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت له آغلي وزیرې آمنه افضلي، دیاد وزارت مالی او اداري مرستیال ښاغلی محب الله صمیم  او د دواړو وزارتونو د ګډ پلاوي سره یو ځای پکتیکا ولایت ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د  ۱۷ ګڼې مصوبي  (۱۳۹۳/۴/۳۰ نیټي) په اساس د شهیدانو له کورنیو سره د خواخوږی او تسلیت تر څنګ له هغوی سره د مرستې په موخه سفر وکړ.

پلاوي ته د پکتیکا والي ښاغلی محب الله صمیم، حکومتی چارواکو او د ولسي خلکو لخوا تود هرکلی وویل شو، وروسته ګډپلاوي په هغه غوڼده کې چې د پکتیکا ولایت اړوند د ارګون ولسوالۍ د دردناکې پیښي د پاتې شونو سره د کتلو په موخه جوړه شوې وه ګډون وکړ.

د غونډي په پیل کې د پکتیکا والي ښاغلي محب الله صمیم پلاوي ته ښه راغلاست وویل، د یاد ناځوانمردانه ځانمرګي برید په اړه يي حاضرینو ته هر اړخیز معلومات ورکړل او دغه پیښه يي په کلکو ټکو وغندله، ورپسي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلی امیرزي سنګین د جلالتمأب جمهور رئیس حامد کرزي نیکې پیرزویني او سلامونه د سیمي خلکو ته وړاندي کړل او خوښي يي څرګنده کړه چي ټولو هیوادوالو له ارګون سره غمشریکي وښودله. ښاغلی سنګین زیاته کړه چي زیانمن شوی جومات به په اساسي توګه جوړیږي، د ارګون سرک به پخیږي او هغه دوکانونه چې ویجاړ شوي دي هغه به رغیږي.

د غونډي په اوږدو کې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت وزیري آمنې افضلي د سفر موخه  د شهیدانو له وارثینو سره له نږدي ولیدل او د یتیمانو د دقیق لست جوړول په ګوته کړل ترڅو د هغوی د سالمي روزني لپاره د تعلیم زمینه برابره شي او د ژوند د معیشت لپاره ورسره دوامداره دولتي مرستي تر سره شي. همدارنګه د یاد وزارت د مامورینو لخوا یوه اندازه نقدي مرستي برابري شوي وې د شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته ورکړل شوې.

د سفر په لړ کې د یادو ولایتونو د وکیلانو او مشرانو له خوا په  وزارتونو پورې په اړونده ستونزو خبرې وشوې، او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت څخه غوښتنه وشوه څو لیرې پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د غځولو په هکله توجه وشي. چې د مخابراتو وزیر ښاغلي امیرزي سنګین یې په هکله خلکو ته ډاډ ورکړ.

د غونډي څخه وروسته ګډپلاوی د ارګون څخه په لیرې واټن کې پروت د شهیدانو د وارثانو د کورنیو څخه لیدنه ترسره شوه او د فاتحي او تسلیت مراتب ورته وړاندې شول .

د یادولو ده چې  د سفر په اوږدو کې یاد پلاوي د پکتیکا ولایت د ارګون په ولسوالی کې یو د حرفوي زده کړو مرکز هم پرانست  چي له یوې خوا به د سیمي خلکو ته د کار زمینه برابره شي او له بله پلوه به  ډیری وګړي د بازار د اړتیا مطابق کسبونه لکه موټرواني، نجاري، معماري، مستري توب، زراعتي ښوونې او داسي نور زده کړي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته