د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر کابل کې د چین هېواد سفیر سره لیدنه وکړه
![سفیر چین با وزیر مخابرات](/sites/default/files/2024-05/whatsapp_image_2024-05-11_at_11.19.47_9770c44c.jpg)
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزارت سرپرست ښاغلي مولوي نجیب الله حیات حقاني کابل کې د چین ولسي جمهوریت سفیر ښاغلي ژاوشینګ سره په بیلابیلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
پیل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي مولوي نجیب الله حیات حقاني کابل کې د چین سفیر او مل پلاوي ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه چې کابل او چین د تاریخي روایاتو له مخې اوږدې اړیکې لري او تر ډېره بریده دا اړیکې ټولنیزې او اقتصادي پاتې شوي او همدا راز زیاته یې کړه چې اوسمهال هم د افغانستان او چین تر منځ د ملي منافعو په پام کې نیولو سره د متقابل احترام اړیکې دوام لري.
ښاغلي وزیر صیب څرګنده کړه افغانستان د جغرافیوي موقعیت له مخې هغه هېواد دی چې د آسیايي هېوادونو د وصل مرکز ګرځېدای شي او که د چین هېواد وکولای شي د بدخشان تر واخان او خپل سرحد پورې د نوري فایبر کیبل وغځوي افغان لوری به ډېر ژر د افغانستان دننه خپل کیبل تر سرحدي سیمو ورسوي تر څو له دې لارې چین سره د نوري فایبر کیبل له طریقه وصل شو او چین هم کولای شي د اوږدو لارو پر ځای پر لنډو لارو آسیايي هېوادونو سره د نوري فایبر له طریقه ځان ونښلوي.
دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د چین هېواد څخه مننه وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مسلکي کادرونه یې د روزنې په موخه یاد هېواد ته بللي وو او اوس هم هلته په زده کړو بوخت دي.
دغې ناسته کې ښاغلي ژاوشینګ څرګنده کړه چې هېواد یې افغانستان سره د تاریخ په اوږدو کې ښې اړیکې درلودلي او هڅه کوي دا اړیکې لا پیاوړې او دوامداره پاتې شي ښاغلي ژاوشینګ زیاته کړه یاد سفارت هڅه کوي چې د افغانستان د اقتصادي ودې په برخه کې چینايي وګړي او پانګوال افغانستان کې د نورو برخو تر څنګ د ټکنالوجۍ او مخابراتو په برخه کې هم پانګونې ته وهڅوي او وکولای شي افغانستان کې د دواړو هېوادونو منافعو ته په کتو سره اقتصادي ودې لپاره هلې ځلې وکړي او د افغانستان جغرافیوي موقعیت څخه په استفادې چې د هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره یوه مهمه نقطه ده ګټه واخیستل شي.
همدا راز کابل کې د چین سفیر زیاته کړه چې بیجنګ د افغان کادرونو د روزنې او پرمختګ لیوالتیا لري او هڅه کوي افغانانو ته په دې برخه کې لا ډېر سهولتونه ایجاد کړي، ښاغلي ژاوشینګ وویل دوی لیواله دي چې د واخان له لارې د نوري فایبر کیبل وغځوي او په دې برخه کې به خپلو مسلکي او د دې برخې ماهرینو سره خبرې کوي.
د یادونې وړ ده چې د غونډې په پای کې یوې ګډې کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې ذکر شوي موارد تعقیب او وروستی راپور د وزارت محترم مقام ته وړاندې کړي