د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د ولایتي ریاستونو او اترا ادارې کارمندانو د ظرفیت لوړونې پای غونډه کې ګډون وکړ

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۱ - ۱۲:۳۸
ورکشاپ

د ولایتي ریاستونو او اترا ادارې د کارمندانو د ظرفیت لوړونې پای غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د خپلې وینا په ترڅ کې دغه ډول ورکشاپونه د کارکوونکو د مسلکي وړتیاو لوړولو په برخه کې خورا مهم وبلل او له ټولو ګډونوالو یې وغوښتل، تر څو د یاد ورکشاپ له روزنیزو مهارتونو څخه په خپلو ورځنیو چارو کې اعظمي ګټه پورته او په پوره  صداقت او  اخلاص خپل هېواد او خلکو ته خدمت وکړي.

په دغه روزنیز ورکشاپ کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د ۱۷ ولایتونو د آی ټي کارکوونکو او د اترا ادارې ولایتي کارمندانو ته د مخابراتي سایټونو د سروي او تطبیق، جوازونو اړوند چارو، انټرنټي خدمتونو د ډرایف ټیسټ، آر ټي ډي ام اس سیستم، ټاورنو د ثبت، فریکونسیو د تداخل، نوري فایبر کړنلارې، ټي ډي ایف، سیمکارتونو د ثبت او راجستریشن او پیرودونکو شکایتونو ته د پر وخت رسېدنې لارو چارو په هکله د دې ادارې د تخنیکي متخصیصینو، اداري، آی ټي، منجمنټ او د نظارت او کنټرول ریاستونو لخوا چمتو شوي پریزنټیشنونه  وړاندې شول.

اترا

دغه لس ورځینی ورکشاپ د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ محترم وزیر  او اترا ادارې رهبري هیئت لخوا ګډونوالو ته د تصدیق پاڼو په ویشلو پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته