د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د قزاقستان هېواد د صدراعظم له مرستیال او لوړ پوړي مل پلاوي سره لیدنه ؤکړه

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۹:۳۲
وزارت مخابرات افغانستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د قزاقستان هېواد د صدراعظم له مرستیال ښاغلي ژومان ګارين سریک ما کاشویچ او لوړ پوړي مل پلاوي سره د تورغونډۍ  رېل پټلۍ په امتداد د مخابراتو او نوري فایبر شبکې د غځونې، ډیجیټل حکومتولۍ، سایبر سکیورټي، د مخابراتي خدمتونو د پوښښ او پراختیا او همداراز ورته نورو موضوعاتو په تړاو د ګډې همکارۍ په موخه دوه اړخیزې خبرې ؤکړې.

مهمانان قزاقستان

په دې کتنه کې ښاغلي وزیر صاحب د کابل او استانه تر منځ اړیکې تاریخي او پیاوړې یادې کړې او همدا راز یادونه یې ؤکړه چې اوس مهال د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي او ملي ګټو په پام کې نیولو او خوندیتوب په اساس ټولو ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره نېکې اړیکي غواړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د قزاقستان هېواد د صدراعظم مرستیال ښاغلي ژومان ګارين سریک ما کاشویچ او لوړ پوړي مل پلاوي ته د وزارت اړوند هېواد کې د ډیجیټل حکومتولۍ د ترویج په موخه د سیسټمونو پر جوړولو، ساییر سکیورټي، د زېربناء د پیاوړي کؤلو، افغانستان کې هېوادوالو ته د مخابراتي او انټرنټي جوپړتیاو برابرولو او پراختیا په  اړه د مخابراتو او ټکنالوجۍ په برخه کې په وروستیو پرمختګونو رڼا واچؤله.

وزیر مخابرات

ښاغلي وزیر صاحب، دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري د فریکونسیو د نظارت او کنټرول، د سیمکارټونو د ثبت او راجسټریشن او د ریل ټایم سیسټم چې د سیمې په کچه یو پرمختللی او بې ساری سیسټم دی یادونه ؤکړه.

ورته مهال د قزاقستان هېواد د صدراعظم مرستیال ښاغلي ژومان ګارین سریک ماکاشویچ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له څرګندونو او د مخابراتو او ټکنالوجۍ اړوند د وروستیو پرمختکونو د وړاندې کؤلو په تړاو مننه ؤکړه او زیاته یې کړه چې قزاقستان هېواد هم د ټکنالوجۍ څخه د ګټې اخیستنې په موخه  په ګڼو برخو کې زیات شمېر پرمختګونه لري چې له مخې یې د یاد هېواد ۹۴سلنه خدمات په الکټرونیکي ډول وړاندې کېږي.

معاون صدر اعظم قزاقستان

د غونډې په جریان کې ښاغلي ژومان ګارين سریک ما کاشویچ  د تورغونډۍ رېل پټلۍ په دوام د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سره په یاد مسیر د نوري فایبر د شبکې غځونې او پراختیا په برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتووالی ؤښود او په دې برخه کې یې لېوالتیا څرګنده کړه، او د نوموړي له لوري  د وزارت مشرتابه قزاقستان هېواد ته د مخابراتي تاسیساتو او زیربناو د لیدو او په دې برخه کې د ګډې همکارۍ په موخه بلنه هم ؤرکړل شؤه.

په پای کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت وزیر  ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني یادونه ؤکړه چې افغانستان تېرو څو لسیزو جګړو ځپلی او له پرمختګ پاتې هېواد دی، خو لله الحمد اوس‌مهال تر یو قیادت لاندې د ودې او پرمختګ په حالت کې قرار لري، له همدې فرصت څخه په ګټې اخیستنې غواړو، د سیمي هېوادونو او په ځانګړې ډول قزاقستان هېواد سره  د دوه اړخیزو همکاریو پربنسټ د هېواد د نورو برخو ترڅنګ د معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور ته وده ورکړو او د مخابراتي زیربناو د رامنځته کولو  په برخه کې اوږدمهاله ګټورې اړیکې ؤپالو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۶:۲۳
Background image

د پکتیا ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې ۱۵۰ تنه زده کوونکي د کمپیوټر په زده کړه بوخت دي

د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې د ټکنالوجۍ د زده کړې او همدا راز د کمپیوټر یو شمېر مهمو پروګرامونو...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۵:۲
Background image

سمنګانو ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې د ۶ مخابراتى سایټونو ظرفیت لوړ شو

د یاد ولایت د ایبکو ښار مرکز میرکلال غونډۍ، حضرت سلطان ولسوالۍ مرکز او غزنیګګ کلي، د خرم سارباغ ولسوالۍ قره دونګ کلي، دره صوف ولسوالۍ په زیري او د خلم ولسوالۍ په...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۱
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، انټرنټي شرکتونو ،او غږیزو رسنیو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

نوموړي پۀ خپلو خبرو کې د انټرنېټي خدمتونو د وړاندې کؤلو پۀ پار د فريکونسي جوازليکونو د ترلاسه کولو...

بېرته خبرونه ته