د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د مخابراتي خدمتونو د ارزونې په موخه بلخ ولایت ته سفر کړی

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۸:۳۱
MCIT Minister

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د مخابراتي خدمتونو او همدا راز د ټي ډي ایف د لسمې پروژې د چارو د ارزونې په موخه شمالي ولایتونو ته د سفر په لړ کې بلخ ولایت ته تللی او هلته یې د یاد ولایت له والي ښاغلي الحاج محمد یوسف وفا او ګڼو نورو مسوولینو سره د مخابراتي، انټرنټ او ټکنالوجۍ اړوند مسایلو خبرې وکړې .

ښاغلي وزیر صاحب دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له آدرسه په ترسره شویو فعالیتونو رڼا واچوله او همدا راز یادونه یې وکړه چې اوس مهال د غوره مخابراتي چوپړ په موخه د هېواد په ګڼو برخو کې د مخابراتي سایټونو د جوړلو چارې په چټکۍ روانې دي چې تکمیلیدو سره به یې د هېواد ډېری سیمې له مخابراتي او انټرنټي چوپړ برخمنې شي .

همدا راز د بلخ ولایت والي ښاغلي الحاج محمد یوسف وفا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني ته د ښه راغلاست تر څنګ مننه وکړه چې د یاد ولایت بیلابیلو برخو ته یې د مخابراتي چوپړ په موخه ګڼ مخابراتي سایټونه په پام کې نیولي او لا هم بیلابیلو سیمو کې د مخابراتي سایټونو په جوړولو کار روان دی، ښاغلي والي صاحب د بلخ ولایت د یو شمېر سیمو چې لا هم له مخابراتي آسانتیاو بې برخې دي یادونه وکړه او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني څخه یې یادو سیمو کې د مخابراتي چوپړ په موخه د خدماتو د برابرو غوښتنه وکړه.

وزیر مخابرات و تکنالوژی معلوماتی افغانستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د بلخ ولایت د ځايي مسوولینو د غوښتنې په اساس مخابراتي شرکتونو ته چې په یاد سفر کې یې د وزیر صاحب ملتیا کوله هدایت وکړ چې د بلخ ولایت هغه سیمې چې د یاد ولایت ځايي مسوولینو له لوري اړینې وګڼل شوې ۸ مخابراتي سایټونه د ۳ میاشتو په اوږدو کې په عاجل ډول جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپاري .

د یادونې وړ ده تر دې وړاندې د بلخ ولایت بیلابیلو سیمو لپاره ۱۵ مخابراتي انټنونه د ټي ډي ایف له بودیجې هم منظور شوي وو چې اوس مهال یې چارې بشپړېدو ته نیږدې شوي او د ۸ نورو مخابراتي سایټونو په جوړولو سره به بلخ ولایت کې کابو ۲۳ مخابراتي انټنونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي چې د یاد ولایت ډېری هغه سیمې چې له مخابراتي آسانتیاو بې برخې وې له مخابراتي چوپړ برخمنې شي .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته