د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د روشن او ام ټي ان مخابراتي شرکتونو مسؤلینو سره لیدنه وکړه

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۱۷:۴۳
وزیر مخابرات و تکنالوژی معلوماتی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د ام ټي ان مخابراتي شرکت رییس ښاغلي هشام رمضان او د روشن مخابراتي شرکت رییس ښاغلي وایچسکي پلوسکي سره افغانستان کې پر مخابراتي پوښښ، مخابراتي سکټور پر پراختیا، د سیمکارټونو د ثبت او راجسټر پر پروسې او په ټوله کې هېوادوالو ته د مخابراتي سکټور له لارې په معیاري ډول د خدماتو پر وړاندې کولو خبرې او لازمې لارښوونې وکړې.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني راغلیو پلاوو ته د ښه راغلاست تر څنګ افغانستان کې د مخابراتي سکټور پر پراختیا او معیاري خدماتو په وړاندې کولو ټینګار وکړ او همدا راز زیاته یې کړه چې اوس مهال ټولو مخابراتي شرکتونو ته د پانګونې او د خدماتو د پراختیا د پیاوړتیا لپاره زمینه مساعده ده او کولای شي د هېواد هر ګوډ کې خپل چوپړ وړاندې کړي.

وزیر مخابرات

 ښاغلي وزیر صاحب مخابراتي سکټور ته ډاډ ورکړ چې د وزارت رهبري د مخابراتي سکټور د ودې او پرمختګ په برخه کې مخابراتي سکټور ته د اصولو او مقرراتو له مخې د پوره همکارۍ ډاډ ورکوي او مخابراتي شرکتونه هم مکلف دي چې خپلې ستونزې حل، کیفیت د ښه والي په برخه کې اقدام وکړي، هېوادوالو ته معیاري چوپړ وړاندې او د خدماتو کچه لرو سیمو ته وغځوي.

همدا راز د روشن او ام ټي ان مخابراتي شرکتونو مسؤلینو هم ډاډ څرګند کړ چې دوی هم د اوسني فرصت څخه په استفادې هڅه کوي نوې پانګونه وکړي او افغانستان کې خپلو مشترکینو ته معیاري خدمات او چوپړ وړاندې کړي.

رئیس شرکت مخابراتی روشن و ام تی ان

د ښاغلي هشام رمضان او د وایچسکي پلوسکي په وینا مونږ افغانستان کې د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو په موخه میلیونونه ډالر پانګونه کړې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت څخه مننه کوو چې افغانستان کې یې په قانوني ډول مخابراتي خدمتونو ته لار پرانیسته، د طرزالعمل مطابق د سیمکارټونو ثبت او راجسټر پروسه تر ډېره بریده مخې ته تللی او کیفیت د ښه والي په موخه یې د فریکونسۍ مزایده ترسره کړه چې یادو مخابراتي شرکتونو پکې په پوره لېوالتیا برخه واخیسته او په تطبیق کېدو سره به یې هېواد کې مخابراتي کیفیت لوړ او ښه شي .

د یادونې وړ ده دغې ناسته کې د ام ټي ان مخابراتي شرکت د مقرراتي او دولتي چارو مسؤل ښاغلي عبدالمالک قاضي زاده او افغانستان کې د روشن مخابراتي شرکت مسؤل ښاغلي عزت الله هاشمي هم ګډون کړی و

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۵:۲
Background image

سمنګانو ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې د ۶ مخابراتى سایټونو ظرفیت لوړ شو

د یاد ولایت د ایبکو ښار مرکز میرکلال غونډۍ، حضرت سلطان ولسوالۍ مرکز او غزنیګګ کلي، د خرم سارباغ ولسوالۍ قره دونګ کلي، دره صوف ولسوالۍ په زیري او د خلم ولسوالۍ په...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۱
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، انټرنټي شرکتونو ،او غږیزو رسنیو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

نوموړي پۀ خپلو خبرو کې د انټرنېټي خدمتونو د وړاندې کؤلو پۀ پار د فريکونسي جوازليکونو د ترلاسه کولو...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۵
Background image

کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، انټرنیټي، ریسلر شرکتونو، انځوریزو او غږیزو رسنیو مسئولینو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د کاپیسا ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي دلاور برهان د انټرنټي خدمتونو...

بېرته خبرونه ته