د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ترکیې هېواد ترک سټ دولتي شرکت له مسؤلینو سره پرلیکه ناسته وکړه

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۵:۱۵
مولوی حمدالله نعمانی وزیر مخابرات

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني د ترکیې هېواد د سپوږمکۍ، انټرنټ او ټکنالوجۍ په برخه کې مخکښ دولتي شرکت د بهرنیو هېوادونو د سوداګرۍ د پراختیا او پروژو رئیس ښاغلي فاتح ایشیک او مل پلاو سره په آنلاین بڼه ناسته وکړه.

پر لیکه جوړې شوې دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني د شته وضعیت تر څنګ په یو شمېر هغو موضوعاتو خبرې وکړې چې اوس مهال ورته افغانستان د ټکنالوجۍ په برخه کې اړتیا لیدل کېږي، ښاغلي وزیر صاحب د ډیجیټل حکومتولۍ په برخه کې د دوی همکاري اړینه وګڼله او یادونه یې وکړه چې خپل تجارب له افغانانو سره شریک کړي، د ښاغلي مولوي حمدالله نعماني په وینا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هڅه کوي څو خپلو هېوادوالو ته د ډیجیټلي سیسټمونو په تطبیق سره د خدماتو وړاندې کول آسانه او شفافیت ته لا ډېره لار هواره کړي.

په دغې ناسته کې د ترکیې هېواد د دولتي شرکت مسؤلینو ډاډ څرګند کړ چې دوی چمتو دي څو د ډیجیټل حکومتولي په برخه کې خپلې تجربې له افغانانو سره شریکې او هغه تجارب چې دوی په قبرس او ترکیې کې ترلاسه کې کړي هڅه به وکړي افغانانو ته یې انتقال کړي.

د یادونې وړ ده د یادې جلسې د موادو د ښه تعقیب په موخه تخنیکي ټیم وټاکل شو او دنده ورته وسپارل شوه چې د ترک سټ شرکت له تخنیکي ټیمونو سره د ښې هماهنګۍ په موخه موارد تعقیب او وروستی ګزارش له مقام سره شریک کړي.

ترک سټ د ترکیې هېواد یو له مهمو او معتبرو دولتي شرکتونو څخه دی چې د سپوږمکۍ، انټرنټ او ټکنالوجۍ په برخو کې خدمات وړاندې کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته