د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ترکمنستان هېواد له سفیر سره لیدنه وکړه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۷:۱۹
افغانستان و ترکمنستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني کابل کې د ترکمنستان هېواد سفیر ښاغلي خواجه عوضوف سره د نوري فایبر، سایبر سکیورټي او همدا راز د ټکنالوجۍ اړوند موضوعاتو خبرې وکړې.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ترکمنستان هېواد سفیر ته د ښه راغلاست تر څنګ د عشق آباد او کابل اړیکې یې د وروۍ او د دوه ښه ګاونډیانو وګڼلې او زیاته یې کړه چې دواړه هېوادونه د اقتصادي ثبات لپاره چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو لپاره هم حیاتي ارزښت په ګډه کار کوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني اوسني دور کې ټکنالوجي د وخت اړینه اړتیا یاده کړه او زیاته یې کړه چې د ډیټا د انتقال لپاره تر ټولو مهمه برخه د فایبر غځول دي او همدا راز هېوادونه اوس مهال په دې هڅه کې دي چې خپل انټرنټي ماحول د امنیت له پلوده ډاډمن کړي چې مونږ هم په دې برخه کې پوره هڅه کړې د هېواد په کچه د سایبري جرایمو لابراتوار جوړ شوی او هڅه کوو په دې برخه کې نور لازم اقدامات هم ترسره کړو.

د ترکمنستان سفیر ښاغلي خواجه عوضوف هم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت څخه مننه وکړه چې اوسمهال دواړه هېوادونه په دې بوخت دي چې د فایبر غځونې او سایبر سیکیورټي په برخه کې په ګډه کار وکړي چې د همدې موخې د تعقیب لپاره وخت وړاندې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت استازو یاد هېواد ته سفر درلود او په ځینو مهمو مواردو یې بحث او خبرې کړي او ځینې تفاهم لیکونه یې هم لاسلیک کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۳ - ۱۳:۱۳
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تېرې یوې اوونۍ په لړ کې د ترسره شویو کړنو او راپورونو لنډیز

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وزیر صاحب الحاج مولوی نجیب الله حیات حقاني د هیواد غرب او جنوب غرب ولایتونو ته د سفر په ترڅ کی...

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۳ - ۱۱:۴۳
Background image

افغانستان کې د انټرنټي، مکالماتي او اس ام اس بیې راټیټې او نن عملي شؤې

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت میاشت مخکې افغانستان کې د هېوادوالو د غوښتنې او د مخابراتي مارکېټ له ارزونې وروسته د مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې نوې بیې...

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۵:۱۴
Background image

د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د روشن مخابراتي شرکت د یوه سایټ انټرنېټي خدمتونو ظرفیت لوړ شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر اساس، د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست...

بېرته خبرونه ته