د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ام ټي ان مخابراتي شرکت له مسئولینو سره لیدنه وکړه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۵:۱۸
ملاقات وزیر مخابرات

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د Investcom Group اجرایوي رئیس ښاغلي عظمي میقاتي او مل پلاوي سره افغانستان کې د یاد شرکت په چوپړتیاو، کیفیت او د سیمکارټونو په ثبت او راجسټر خبرې وکړې.

دغې ناسته کې چې د Investcom Group اجرایوي رئیس ښاغلي عظمي میقاتي او د همدې شرکت Investcom Group عملیاتي رئیس ښاغلي جمال رمضان هم ګډون کړی و، ښاغلي وزیر صاحب د ام ټي ان مخابراتي شرکت راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د ام ټي ان مخابراتي شرکت اړوند په مهمو موضوعاتو خبرې وکړې او د حل په موخه یې ځینې سپارښتنې هم وکړې.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني افغانستان کې د مخابراتي سکټور د ودې او پرمختګ په برخه کې د اصولو په رعایتولو ټینګار وکړ او تأکید یې وکړ چې ټول مخابراتي شرکتونه باید د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پالیسیو او اصولو له مخې خپلې چارې منظمې کړي.

ښاغلي وزیر صاحب په وینا یوه سکټور کې هله پرمختګ شونی دی چې وخت په وخت یې مراقبت او د خدماتو د ښه والي په موخه یې پانګونه وشي، ښاغلي وزیر صاحب تأکید وکړ چې ام ټي ان مخابراتي شرکت او ټول مخابراتي سکټور باید د قوانینو او اصولو په اساس مخ ته لاړ شي او په دې برخه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له ټول مخابراتي سکټور سره د تل په څېر همکارۍ ته ژمن دی او په وینا یې چې زمونږ مسئولیت له یوه لوري له مخابراتي سکټور سره  دی خو له بل لوري دا تعهد لرو چې د همدې سکټور په پیاړوتیا خپل ولس ته معیاري چوپړ وړاندې کړای شو.

وزیر مخابرات و تکنالوژی معلوماتی

د ام ټي ان مخابراتي شرکت مسئولینو د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني څخه مننه وکړه چې له دوی سره یې په ټولو قانوني برخو کې مرسته کړې او د مخابراتي سکټور په ودې او پرمختګ کې یې هلې ځلې کړي چې له مخې یې افغانستان کې د سیم کارټونو په ګډون ډېری برخې قانوني چوکاټ ته غورځېدلي.

ښاغلي جمال رمضان همدا راز مننه وکړه چې د ام ټي ان شرکت د ونډو د انتقال پروسه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په مرسته او همکارۍ په ډېر شفاف ډول مخ پر وړاندې تللې چې د یاد شرکت رهبري له وزارت او په ټوله کې د افغانستان اسلامي امارت له ټولو برخو مننه کوي چې په دې برخه کې یې د هېواد د قوانینو له مخې مرسته کړې.

د راغلي پلاوي په وینا دوی ژمن دي چې د راتلونکي میلادي کال له پیله به د خپلې شبکې د پیاوړي کولو او همدا راز د کیفیت د ښه والي په موخه پانګونه کوي او هڅه به کوي خپل خدمات له معیار سره سم خپلو مشترکینو ته وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده دغې ناسته کې افغانستان لپاره د ام ټي ان مخابراتي شرکت رییس ښاغلي هشام رمضان او د یاد شرکت د دولتي او مقرراتي چارو مسئول ښاغلي عبدالمالک قاضی زاده هم ګډون درلود.

رئیس شرکت ام تی ان

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د ننګرهارولایت په لعل پورې ولسوالۍ کې د یوه نوي مخابراتي سایټ له جوړیدو څخه څارنه ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري د سلام مخابراتي شبکې...

شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۷ - ۱۵:۲۶
Background image

د کندز ولایت په ۶ ولسوالیو کې د ۷ نويو مخابراتي سایټونو له جوړیدو څخه څارنه ترسره شوه

د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري له ۶ نویو مخابراتي...

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۱۳:۲۰
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تېرې یوې اوونۍ په لړ کې د ترسره شویو کړنو او راپورونو لنډیز

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تېرې یوې اوونۍ کې د مخابراتو په برخه کې د هېواد ګڼو سیمو کې د نویو مخابراتي سایټونو ...

بېرته خبرونه ته