د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر اټوما مخابراتي شرکت مسئولینو سره لیدنه وکړ

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۵:۵۰

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د اټوما مخابراتي شرکت د اِن وست کام آی اِف عمومی رئیس ښاغلي عزمي میقاتي، ښاغلي جمال رمضان د اِن وسټ کام آې اف اجرایوي رئیس او افغانستان کې د اټوما مخابراتي شبکې اجرایوي رئیس ښاغلي هشام رمضان سره د یاد شرکت پر مخابراتي کیفیت، لروپرتو سیمو ته د مخابراتي چوپر په برابرولو او همدا راز د غیر قانوني مواردو په تړاو بحث او خبرې وکړې.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر دغې ناسته کې اټوما مخابراتي شرکت ته یادونه وکړه چې اوس مهال یې هېواد کې د مخابراتي خدمتونو کیفیت ټیټ او تر ډېره بریده د منلو وړ نه دی، ښاغلي وزیر صاحب همدا راز یاد شرکت ته هدایت وکړ چې د خپلو خدماتو کچه لوړه او په معیاري ډول خپلو مشترکینو ته چوپړ وړاندې کړي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني ټینګار وکړ چې د اټوما مخابراتي شرکت یوازې د هېواد هغو سیمو ته ډېره پاملرنه کړې چې مرکزي، ښاري او یا هم ښارونو ته نیږدې سیمې وي در حالیکه د هېواد لرو پرتو سیمو کې د یاد مخابراتي شبکې خدمات په نشت حساب دي ښاغلي وزیر صاحب د خپلې وینا په دوام وویل نوموړی وخت په وخت د هېواد بیلابیلو برخو ته د مخابراتي خدمتونو د ارزونې په موخه سفر کوي څو د مخابراتي سکټور د ارزونې تر څنګ د هېواد لرو پرتو سیمو ته هم مخابراتي چوپړ ورسېږي خو په وینا یې تر دې دمه لرو پرتو سیمو کې د اټوما مخابراتي شبکې د خدماتو کچه ټیټه ده، دغې ناسته کې ښاغلي وزیر صاحب په زغرده وویل تر هغې چې اټوما مخابراتي شبکې خپل خدمات د هېواد لرو پرتو سیمو ته نه وي رسولي دغې شرکت ته به ښارونو کې د نوي مخابراتي آنټنونو د درولو جوازنامې ورنه کړل شي.

ورته مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر په ټینګار وویل چې هیڅ چاته افغانستان کې د مخابراتي سکټور په برخه کې د غیر قانوني کړنو اجازه نه ورکول کېږي او د افغانستان اسلامي امارت له راتلو وروسته هغه تجهیزات او برخې چې په غیر قانوني ډول ثبت او راجسټر شوي وو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې د کړنلارو او قانون په اساس په مخابراتي شبکو ثبت او راجسټر کړای شول، ښاغلي وزیر صاحب مخابراتي سکټور کې د قانون پلي کول اصل وګڼل او په وینا یې اټوما مخابراتي شبکې د کونړ ولایت مرکز اسعداباد کیرالې او دم کلیو کې د جوازنامو له اخیستو پرته دوه مخابراتي سایټونه په غیر قانوني ډول درولي وو چې اوس مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري یې چارې درېدلي او په دې تړاو یې اړوندو برخو ته هدایت وکړ څو موضوع په رسمي ډول تر څېړنې لاندې ونیسي او نهايي نتیجه یې له مقام سره شریکه کړي .

د اټوما مخابراتي شبکې استازو په دغه لیدنه کې په ټولو مواردو اعتراف وکړ او یادونه یې وکړه چې د کیفیت د ښه کولو په برخه کې یې هڅې روانې دي او شته ستونزو ته په اشارې یې وویل چې د اټوما مخابراتي شرکت د نوي کېدو په حال کې دی له همدې کبله هېواد کې د اټوما مخابراتي شبکې د خدماتو د کیفیت په برخه کې ستونزې رامنځته کېږي، د اټوما مخابراتي شرکت د اِن وست کام آې اِف عمومی رئیس ښاغلي عزمي میقاتي په ټینګار وویل په ټوله ژمنتیا حاضر دی چې افغانستان کې لرو پرتو سیمو ته مخابراتي آسانتیاوې ورسوي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د قوانینو او هدایاتو په اساس مخې ته لاړ شي د ښاغلي عزمي میقاتي په وینا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اړوند ټولو قوانینو ته ژمن دی او د پلي کېدو په برخه کې یې د پوره هڅې ډاډ څرګند کړ همدا راز نوموړي د کونړ ولایت د مرکز اسعدآباد اړوند دم کلي او کیرالې سیمو کې په غیر قانوني ډول د مخابراتي سایټونو د درولو د موضوع په تړاو د تحقیق او پلټنې وویل چې وروستي معلومات به یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له مقام سره شریک کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۰:۳۳
Background image

دایکنډي ولایت یو شمیر ولسوالیو کې د دریو مخابراتي سایټونو له رغنیزو چارو څخه څارنه وشوه

د سلام مخابراتي شبکې د دریو سایټونو چې د ټي ډي اف دلسمې پروژې...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۰:۲۵
Background image

د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې ذکر شوي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټ د قرارداد د شرایطو سره...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۹:۵۸
Background image

بېرته خبرونه ته