د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه د ډیجیټل کولو په برخه کې د یو شمیر نړیوالو کارپوهانو سره آنلاین ناسته وکړه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۰/۲/۴ - ۱۵:۱
نشست آنلاین رهبری وزارت مخابرات

په دې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري، د پالیسۍ او پروګرام مرستیال احمد مسعود لطیف رای او د وزارت یو شمیر رئیسانو په حضور د ډیجیټل سازۍ په برخه کې د یو شمیر نړیوالو کارپوهانو سره د سلامشورې او نظر تبادلې په موخه جوړه شوې وه او د دې موخې په مختلفو ابعاد او تطبیقي لارو بحث وشو.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې او په ناسته نورو ګډونوالو، د جلالتمآب ولسمشر لارښوونې ته په کتو سره د اوسني وضعیت، د ادارو اړتیاوو او په هیواد کې د موجوده پروسو د قوت او کمزوري برخې له ګډونوالو سره شریکې کړې.

نشست آنلاین رهبری وزارت مخابرات

د یادونې وړ ده چې دا ناسته د ولسمشرۍ دفتر د ډیجیټل کولو کاري ډلې دویمې ناستې په تعقیب، د همکارۍ لپاره د فرصتونو موندلو او د ادارو ډیجیټل کولو په برخه کې د بریالي نړیوالو شرکتونو سره د تجربو شریکولو په موخه جوړه شوې وه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته