د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د انټرنېټ او مکالمو لپاره نوې بیې اعلان کړې

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۷:۱۵
رسانه ها

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د حکومت د رسنیو مرکز کې مخابراتي شبکو لپاره د نوي تعین شؤي سقف چې د راتلونکي عیسوي کال له لومړۍ نېټې د پلي کېدو وړ دي جزئیات ارائه کړل.

د ښاغلي وزیر صاحب په وینا مخابراتي شبکو لپاره د هېوادوالو په غوښتنه تېر کال سقف تعین او بیې ؤټاکل شؤې او اوس یو ځل بیا د شبکو له تحلیل او ارزونې وروسته چې د هېواد شرایط، امکانات او د مخابراتي شبکو بشپړه ارزونه پکې شوې نوی سقف تعین چې په لاندې ډول دي:

مولوی نجیب الله حیات حقانی

شبکې د ننه (On Net) د مکالمو د بیې نوی سقف:

د هرې شبکې دننه د پیرودونکو ترمنځ د یوې دقیقې غږیزو اړیکې بیې نوی سقف (۱،۳۰) افغانۍ.

په نوموړي سقف کې د تېر په نسبت (۰.۵۵) افغانۍ یعنې (۳۰) سلنه د بیې ټیټوالی راغلی دی.

د یوې شبکې څخه بلې ته (Off Net) د مکالمو د بیې نوی سقف:

له یوې شبکې څخه بلې ته د پیرودونکو ترمنځ د یوې دقیقې غږیزو اړیکې بیې نوی سقف (۱،۴۰) افغانۍ ټاکل شوی.

نوموړی حد د تېر سقف په نسبت (۰،۸۰) افغانۍ یعنې ( ۳۶) سلنه د بیې ټیټوالی ښيي.

د یو جي بي انټرنټي میاشتنۍ کڅوړې لپاره نوی سقف :

د یو جي بي  میاشتنۍ  انټرنټي کڅوړې د بیې لپاره نوی سقف (۹۵) افغانۍ ټاکل شوی.

په نوموړی سقف کې د تېر په نسبت (۱۵ ) افغانۍ یعنې(۱۴) سلنه ټیټوالی راغلی دی .

د شبکې د ننه (On Net) د یوه لیکي پیام SMS د بیې نوی سقف:

د هرې شبکې دننه د پیرودونکو ترمنځ د یوه لیکلي پیام د بیې نوی سقف (۱،۳۰) افغانۍ ټاکل شوی.

په نوموړي سقف کې د تېر په نسبت (0.6) افغانۍ یعنې (68) سلنه د بیې ټیټوالی راغلی دی.

د یوې شبکې څخه بلې ته  Off Netد یوه لیکي پیام SMS د بیې نوی سقف:

له یوې شبکې څخه بلې ته د پیرودونکو ترمنځ د یوه لیکلي پیام د بیې لپاره نوی سقف (۱،۴۰) افغانۍ ټاکل شوی.

نوموړی حد د تېرو قیمتونو د اوسط په نسبت (0.9) افغانۍ یعنې (60) سلنه ټیټوالی ښيي.

د شرکتونو تر منځ د خپلمنځي نښلونې فیس

د مخابراتي شبکو تر منځ د خپلمنځي نښلونې فیس (۰،۵۰) افغانۍ ټاکل شوی

نوموړی حد د تېر خپلمنځي فیس په پرتله (۰،۵۰) افغانۍ یعنې (۵۰) سلنه ټیټوالی راغلی (د شرکتونو ترمنځ خپلمنځي نښلونې فیس پخوا (۱) افغانۍ و.)

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې دوه کاله وړاندې په لومړي ځل د ټولو مخابراتي شرکتونو د نرخونه لپاره سقف ټاکلی و چې ورسره په مخابراتي مارکیټ کې رقابت ایجاد او مخابراتي بیې تر ډیره حده ټیټې شوې وې. مونږ باور لرو چې د نوي سقف له ټاکلو سره به د شرکتونو تر منځ د بیو په برخه کې سالمه سیالۍ نوره هم پراخه شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د دیجیټلي مهارتونو له مرکز څخه ۵۱ تنه زدکوونکي فارغ شول

په هغه غونډه کې چې همدې مناسبت جوړه شوې وه د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوي عبدالهادي یحیی فارغ شویو ځوانانو ته...

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

د دې غوندې موخه د مخابراتي خدمتونو د پراختیا، د اړیکو او انټرنېټ د کیفیت د ښه والي، د مشترکینو د شمېر د زیاتوالي، د تخنیکي سیستمونو...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۴:۴۹
Background image

ننګرهار ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدمتونو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه.

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښونې په اساس د ننګرهار ولايت په جلال آباد ښار کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له لوري د پوستي...

بېرته خبرونه ته