د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ښې حکومتولي په موخه، د هېواد د لوړو زده کړو وزارت د مرکز او ولایتونو د خصوصي پوهنتونونو یو شمېر استازو ته د محصلانو د چارو سیستم معرفي کړ

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۱ - ۱۲:۱۳
سیستم محصلین

د لوړو زده کړو محترم وزارت د خصوصي پوهنتونونو د محصلینو سیسټم چې خورا له مهمو سیسټمونو څخه دی او په پلي کېدو سره یې د محصلینو ډېری ستونزې حل کېږي، د پلي کېدو چارې یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست له لوري بشپړې شوي او اوس مهال ګټې اخیستنې ته سپارل شوی.

د یاد سیسټم د ښې کارونې او مفیدې ګټې اخیستنې په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د خصوصي پوهنتونونو استازو لپاره ۵ ورځینۍ روزنیز برنامه هم پلي کړه چې د هېواد له ګڼو برخو پکې د خصوصي پوهنتونونو (۷۰) تنو استازو د (۴۵) خصوصي پوهنتونونو په استازولۍ ګډون کړی و، دغې روزنیزه برنامه کې د سیسټم د معرفي تر څنګ د خصوصي پوهنتونونو لپاره د جوړ شوي سیسټم د لا غني کېدو په موخه د ګډونوالو نظرونه او وړاندیزونه هم واورېدل شول او د دوی پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

د یادونې وړ ده د خصوصي پوهنتنونو د محصلینو سیسټم ګڼ ماډیولونه چې اساسي ماډیولونه یې، د نویو محصلینو نوم لیکنه، د پوهنتونونو تثبیت، نصاب، تحصیلي ګروپونه، تبدیلیانې، تاجیل، جلا کېدل، د استادانو تثبیت، ټولګي، سمسټر پایلې، مونوګرافونه، فارغان، د ډپلومونو چاپ، د فارغانو آرشیف، نورو ادارو له خوا د محصلینو د فراغت تایید، د کاروونکو مدیریت او د سیسټم تنظیمات دي، چې په پلي کېدو سره یې د خصوصي پوهنتونونو د محصلینو چارو پروسې ډیجیټل کېږي او همدا راز د معلوماتو مدیریت ته لاره هواره وي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت چې هېواد کې د ټکنالوجۍ د ودې او پراختیا او همدا راز د ډیجیټل حکومتولۍ د تطبیق دنده پر غاړه لري وخت په وخت ګڼ سیسټمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپاري چې اوس مهال هم د ګڼو امارتي ادارو لپاره د پرمختللو سیسټمونو په جوړولو کار کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۶:۲۳
Background image

د پکتیا ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې ۱۵۰ تنه زده کوونکي د کمپیوټر په زده کړه بوخت دي

د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې د ټکنالوجۍ د زده کړې او همدا راز د کمپیوټر یو شمېر مهمو پروګرامونو...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۵:۲
Background image

سمنګانو ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې د ۶ مخابراتى سایټونو ظرفیت لوړ شو

د یاد ولایت د ایبکو ښار مرکز میرکلال غونډۍ، حضرت سلطان ولسوالۍ مرکز او غزنیګګ کلي، د خرم سارباغ ولسوالۍ قره دونګ کلي، دره صوف ولسوالۍ په زیري او د خلم ولسوالۍ په...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۱
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، انټرنټي شرکتونو ،او غږیزو رسنیو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

نوموړي پۀ خپلو خبرو کې د انټرنېټي خدمتونو د وړاندې کؤلو پۀ پار د فريکونسي جوازليکونو د ترلاسه کولو...

بېرته خبرونه ته