د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پوسټي خدمتونو ۳ شرکتونو ته جوازونه صادر کړل

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۱۷:۳۹
اعطای جواز خدمات پستی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت افغانستان کې د پوسټي مارکېټ له تحلیل او تجزیې وروسته او همدا راز هېوادوالو لپاره پوسټي خدمتونو په برخو کې د اسانتیاو لپاره ۳ پوسټي شرکتونو ته جوازونه صادر کړل.

په همدې موخه جوړې شوې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني پوسټ د هېوادونو یوه مهمه برخه وګڼله خو تاکید یې وکړ چې پوسټي خدمتونه هغه وخت ګټور ثابتېدای شي چې د شرایطو او اصولو مطابق ولسونو ته خدمات ترسره کړي.

اعطای جواز خدمات پستی

ښاغلي وزیر صاحب زیاته کړه چې یادو شرکتونو ته د پوسټي خدمتونو جوازونه وروسته له هغې صادر شول چې یادو شرکتونو د مخابراتو وزارت د اپرا ریاست ټول شرایط پوره کړي وو او همدا راز پوسټي مارکېټ کې یې اړتیا لیدل کېدله.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په څرګند ډول وویل چې ټول پوسټي شرکتونه باید افغانستان کې د معیارونو او شرایطو مطابق خدمات ترسره کړي او ژمن پاتې شي د ښاغلي وزیر صاحب په خبره د آسانتیاو لپاره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت پوسټي خدمتونو شرکتونو سره همکار دی او هڅه به وکړي چې د دوی لپاره د قانون په اساس سهولتونه ایجاد کړي.

یادې غونډه کې د پوسټي شرکتونو مسوولینو هم ډاډ څرګند کړ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اپرا ریاست ټول شرایط او قوانین به په ځان عملي کوي او هڅه به کوي چې افغانانو ته په نړیوال معیار خدمات ترسره کړي، د پوسټي خدمتونو د شرکتونو د مسوولینو په وینا دوی به په دې برخه کې د پانګونې علاوه ډېر شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي او همدا راز و به کولای شي له دې لارې افغانستان کې په معیاري ډول د پوسټي خدمتونو ترسره کول رواج کړي.

د یادونې وړ ده د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت افغانستان کې د پوسټي خدمتونو د معیاري کېدو، ولسونو ته د ښه خدمت او پوسټي بازار له تحلیل او ارزیابۍ وروسته موم، اکرم زاده او رحمن صمدي پوسټي خدمتونو شرکتونو ته جوازونه صادر کړل چې یاد شرکتونه به په دې برخه کې ۶۸ میلیونه افغانۍ پانګونه کوي.

اعطای جواز خدمات پستی

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۹:۳۲
Background image

پروان ولایت مرکز چاریکارو ښار کې دوه مخابراتي سایټونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د مخابراتي خدمتونو د تیظیم (اترا) ادارې په ګډو هڅو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۱۶
Background image

کندز ولايت کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د اترا ادارې د ګډ مسلکي او تخنیکي ټیم له...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

بېرته خبرونه ته