د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لاسته راوړنو او فعالیتونو راپور د رسنيو سره شريک شو

Author image
Alireza Khaliqyar
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱/۶ - ۱۶:۳۲
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لاسته راوړنو او فعالیتونو راپور د رسنيو سره شريک شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت نن د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې د هېوادوالو او رسنيو سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تېر یو کال فعالیتونه او لاسته راوړنې شریکې کړې او تر څنګ د وزارت او افغان ټېلې کام مخابراتي شرکت هغه کارکوونکو د کارونو ستاينه وکړه چې د وزارت په لاسته راوړنو کې يې مهمه ونډه تر سره کړې وه
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په تېرو درې کلونو کې لومړي ځل لپاره ۹۲ سلنه پراختيايي بودجه مصرف کړې، په ۱۳۹۷ مالي کال کې وزارت ۸،۷ ميليارده افغانۍ عوايد را تول کړي چې د تېر کال په پرتله ۳۸ سلنه زیاتوالی په ګوته کوي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبی د کنفرانس په ترڅ کې وویل چې د وزارت په تېر یو کال کې د الکټرونيکي حکومتدارۍ د پراختيا په برخه کې کوټلي ګامونه تر سره کړي چې الکټرونيکي تذکره يې اساس دی، د پاسپورټ اخیستلو چارې ساده او د انلاين سيسټم لپاره لاره هواره شوې او همدا راز به په نږدې وخت کې د ټرافيکو سيسټمونه او چارې هم الکټرونيکي شي
محترم آريوبی زياته کړه چې د آسان خدمت ادارې د عامه خدماتو لسګونه پروسې ساده کړي او په نوي کال کې به د آسان خدمت مراکز هم جوړ شي چې خلکو ته تر یو چتر لاندې عامه خدمات وړاندې شي، نوموړي وویل چې د مبایل له لارې زرګونه ښوونکي معاشونه اخلي او دا چاره په چټکۍ سره پر مخ ځي
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر وویل چې د نوري فایبر شبکه د پراختيا په حال کې ده، په تېر یو کال کې افغانستان په سيمه ييزه کچه خپلې اړيکې پراخه کړي او په پام کې ده چې افغانستان د سيمه ييز اتصال د نقطې په توګه د انټرنټ په ټرانزيتي څلورلارې بدل شي چې هم به ور سره د انټرنېټ خدمات با کيفيته شي او هم به په بیو کې د پام وړ کمښت راشي
ښاغلي آريوبی همدا راز انټرنټي معلوماتو د خونديتوب په اړه په وضاحت خبرې وکړې چې اوس مهال د افغانستان ټول انټرنېټي معلومات خوندي او مصؤون دي او تخنيکي ټيمونه په ګډه کار کوي چې په راتلونکي کې د معلوماتو د خونديتوب لپاره خپل ګامونه نور هم جدي کړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د افغان پُسټ اداره هم د عصري کېدو په حال کې ده او مرکزي پسته خانه به په نږدې راتلونکي کې په نړيوالو معيارونو د هېوادوالو په خدمت کې وي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي، د افغان ټېلې کام شرکت عمومي رئیس ښاغلي اجمل عيان او د وزارت رهبري پلاوي د پروګرام په پای کې د وزارت او افغان ټېلې کام مخابراتي شرکت غوره کارکوونکو ته ستاينلیکونه ورکړل
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ۸۹ سلنه جغرافيه د مخابراتي خدماتو تر پوښښ لاندې ده او نږدې یونیم لک کسان په دغه سکټور کې په دنده بوخت دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته