د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داخلي شبکې لپاره د انټي وایرس د پېرودلو د داوطلبۍ اعلان

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

د داوطلبی شمیره: MCIT/1400/NCB/G-20

د قرارداد نوعیت: بالمقطع

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داوطلبۍ د شرایطو وړ غوښتونکو ته بلنه ورکوی چې د داخلي شبکې لپاره د انټي وایرس د پېرودلو لپاره د تجهیزاتو د تدارکاتو اعلان د داوطلبۍ په بهیر کې برخه واخلي. او خپل آفرونه او د داوطلبۍ اسناد، د شرط پاڼې، قانون او تدارکاتي کړنلارو سره سم په ۱۰:۰۰ بجو د ۱۴۰۰/۴/۱  نیټه  د مخابراتو وزارت ودانۍ په  ۱۴ پوړ کې د تدارکاتو ریاست دفتر ته وسپاري. ناوخته او د ایمیل له لارې رسیدلي آفرونه نه منل کیږي.

همداراز غوښتونکي کولای شي چې شرط پاڼه د ملي تدارکاتو د ویب پاڼې WWW.NPA.GOV.AF او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویب پانې WWW.MCIT.GOV.AF  له لارې ترلاسه کړي او همدا ډول کولای شي چې د تدارکاتو لوي مدیریت څخه په فلش کې هم ترلاسه کړي.

د آفر ضمانت چې نه څلویښت زره درې سوه نو (۴۹۳۹۰) افغانۍ کیږي د بانکي تضمین په بڼه د غونډې په پیل کې اخیستل کیږي د آفرګشایي غونډه د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ د میاشتې په ۱ نیټه (د سهشنبې په ورځ) د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د مخابراتو وزارت په ۱۴ پوړ د تدارکاتو ریاست په دفتر کې پیل کیږي.

د یادونې وړ ده چې د خبرتیا پیسې د وزارت خزانه دار ښاغلي محمد دیدار لخوا ورکول کیږي، آویزونه او اعلان کتنګ باید په رسمي شکل د تدارکاتو دفتر ته وسپارل شي.

 

سندونه:

د داخلي شبکې د انټي وایرس د پېرودلو لپاره د تدارکاتو اعلان شرط پاڼې

د داخلي شبکې د انټي وایرس د پېرودلو لپاره د تدارکاتو اعلان مکتوب

په درنښت

معصومه خاوري

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیره

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۲:۱۳ کابل
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښتونو د ابتکار او آسانتیا مرکز لپاره د کلني مصنوعي ځیرکتیا د روزنې او د کارونې وړ وسایلو (یوزرونو) د تهيې او پېرودلو پروژې د قرارداد د ورکړې پرېکړې اعلان

د تهيې او پېرودلو پروژه د کابل ښار د لسمې ناحیې، شهرنو، د حاجي یعقوب څلورلارې، مسلم پلازا کې مېشت اکاشیا ټکنالوژۍ شرکت ته...

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۱:۴۵ کابل
Background image
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۸:۳۹ کابل
Background image

د کلاوډ زیربنا د امنیت او ساتنې پروژې د قرارداد د ورکړې پرېکړې اعلان

په دې وسیله، د قراردادونو قانون او د تدارکاتو د کړنلارې له مخې، د عامو خلکو خبرتیا ته رسېږي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د کلاوډ...

Back to tenders