د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د انټرنیټي خدمتونو نوې او ارزانه بیې اعلان کړې

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

په هغه مطبوعاتي کنفرانس کې چې د ۱۳۹۲ کال د مرغومې میاشتې په ۲۹ مه نېټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کفرانسونو په تالار کې جوړ شوی وو د انټرنیټي خدمتونو نوې بیې اعلان شوې. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي امیرزی سنګين چې په یاده غونډه کې ګډون کړی و د انټرنیټ په بیو کې د ۳۰ سلنه کموالي له امله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل:  د انټرنټ د بیو دا کموالۍ د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې  د  مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت یو بل ستر اقدام دی چې مونږ سره خپلو موخو ته په رسیدو مرسته کوي.

ښاغلي امیرزي سنګین زیاته کړه: چې زمونږ موخه هیواد والوته په  ارزانه او مناسبه بیه معلوماتي ټکنالوجۍ خدمتونه وړاندې کول دي او مونږ په دې لاره کې ډیرې هڅې کړي او د پام وړ لاسته راوړنې مو تر لاسه کړي.

د مخابراتو وزیر ښاغلي سنګین وویل: چې د هیواد په ټولو برخو کې خلکو ته په ټیټو او مناسبو بیو انټرنیټي خدمتونو رسول  زمونږ هڅې له دوو لارو تر سره کیږي: یوه د 3G خدمتونو له لارې چې تر اوسمهاله د هیواد په ۱۵ – ۱۶ ولایتونو کې فعال شوي دي او بل د نوري فایبر له لارې د خدمتونو وړاندې کول دي چې چارې یې په شمالي ولایتونو کې بشټړې شوي دي او په جنوبي ولایتونو کې د ستونزو سره سره د پرمختګ چارې یې په چټکۍ دوام لري.

ښاغلي سنګین زیاته کړه: چې د معلوماتي ټکنالوجۍ د پرمختګ پر لور بل مهم او ستر کار  د افغان ټیلي کام GSM او 3G خدمتونه دي او تمه کیږي چې لدې سره به هیوادوالو ته نورې آسانتیاوې هم برابرې شي.

ښاغلي وزیر وویل: چې د افغانستان غرنۍ جوړښت او سمندر ته لاره نه درلودل هغه ستونزه ده چې د معلوماتي ټکنالوجۍ د پراختیا او انټرنیټ په بیو کې د کموالي پر مخ خنډ ګرځي.

ښاغلي سنګین زیاته کړه: چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هڅو په پایله کې د انټرنت خدمتونو نرخ د کموالي په حالت کې دی چې هر کال د تیر کال په نسبت ټیټیږي. هغه وویل دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تیر په څیر د انټرنیټ د نويو بیو د راښکته کولو پريکړه په لاندي توګه منظوره کړې ده

د افغان ټیلي کام د انترنیتی باندوید نوې بیې چې  په عمده توګه  مخابراتي شرکتونوته وړاندې کیږي د ۳۰ سلنه په شاوخوا کې کموالۍ راغلی دی، د بیلګې په توګه :

د (155 Mbps) STM-1 بیه په تیر کال کې 20000 امریکایی ډالر وه چې اوسمهال 14000 امریکایي ډالر ته راښکته شوه.

 

د افغان ټیلی کام د DSL  خدمتونوپه بیو کې  په لاندي ډول  20 سلنه کموالی راغلی دی:

 د 256 Kbps پخوانی بیه 1250 افغانۍ وه،  اوس 1000 افغاینو ته را ټیټه شوه

 د 512 Kbps  پخوانی بیه 2500 افغانۍ وه،  اوس  2000 افغاینو ته را ټیټه شوه

 د 1 MB پخوانی بیه 5000 افغانۍ وه،  اوس  4000 افغاینو ته را ټیټه شوه

 د 2MB پخوانی بیه 10000 افغانۍ وه،  اوس 8000 افغاینو ته را ټیټه شوه

دافغان ټیلی کام - نوری فايبرله لاري   پورتنی  بیي د روان کال د سلواغې له ۱۲مې نیټي څخه چې د ۲۰۱۴ زیږدیز کال د  فبروري له لمړی نیټي سره سمون خوري راټیټي شويدي چې د افغان ټیلی کام شرکت ګډونوال د نوري فايبر له لارې وصل دي له دغو اسانتیاؤ څخه په مرکز او ولاياتو کې ګټه اخلي چي د انټرنیټ کاروونکي په ورځنیو چارو او د هیواد په اقتصادي وده کې رغنده رول لري .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۲:۲۸
Background image

هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې داتصالاتو مخابراتي شرکت یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د یاد مخابراتي سايټ په جوړېدو سره به د لښکرګاه ښار بی ټي ون سیمې سربیره ډیری نیږدې سیمې له انټرنټي او مکالماتي...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۲:۳
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي ټیمونو له لوري یو شمېر امارتي وزارتونو کې د ظرفیت لوړونې پروګرام پیل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تخنیکي او مسلکي ټیمونو له لوري په بېلابېلو وزارتونو کې د ظرفیت لوړونې...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۱:۳۸
Background image

میدان وردګو ولایت کې د لوړ تناژ ترازوګانو سیسټم جوړ او تطبیق شو

د یاد سیسټم په تطبیق سره به نه یوازې چارې آسانه او چټکې شي بلکې له مخې به یې په قانوني ډول د غټو موټرانو د بار اندازه...

بېرته خبرونه ته