د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت بریالیو کارکوونکو ته دریم درجه ستاینلیکونه ورکړل شول

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ۴۱ کارکوونکوته دریم درجه ستاینلیکونه وویشل شول .

په غونډه کې  ښاغلي انجنیر امیرزي سنګین د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر ، ښاغلی وهاب الدین سادات د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ  مالي او اداری مرستیال ، ښاغلي غلام جیلاني وزیري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مقام د دفتر رئیسد مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رهبری هئیت اوځینو کارکوونکوګدون کړی وو.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه

د غونډې په پیل کې ښاغلي انجنیر امیرزي سنګین د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست وزیر بریالیو کارکوونکو ته مبارکي وویله،او زیاتې کړه : زه ډیر خوښښ یم چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت  د کارکوونکو د هڅواو زیار پایلې دي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د نورو وزارتو په منځ کې لوړ ځای لړي.

ښاغلی سنګین وویل : د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په تیرو ( ۸) کلونو کې زیاتې لاسته راوړنې لري . لکه د 2011 کال د (GCM)  جایزه ، د هیواد تر ( ۸۰ ) سلنه زیات وکړي  مخابراتي خدمتونو ته لاسرسۍ لري ، همدارنګه د انترنت (۴) سلنه ګټه اخیستونکې دی چې په راتلونکی (۵) کلونو کې به (۵۰) سلنه ته زیات شئ.

ښاغلی انجنیر امیرزي سنګین زیاته کړه : د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت رهبری هئیت تصمیم ونیوه چې  په هر میاشت کې به د هر ریاست یو بریالې کارکوونکی ته  د هغه د کار او فعالیت سره سم د وزارت له خوا  تقدیراو ستایل کیږي .

د غونډې  په وروستې برخه کې دریمه درجه ستاینلیکونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د سرپرست وزیر او د  وزارت د رهبری هئیت له خواه په بریالیو کارکونکو وویشل شو.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته