د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او MTN شرکت ترمنځ په آنلاین ډول یا پر لیکه ناسته وشوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۵ - ۱۰:۱۳
MTN

په دې غونډې کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست ښاغلي الحاج مولوی نجيب الله حقانی، د وزارت تخنيکي او مسلکي معین ښاغلي پوهنیار احمد مسعود لطيف رای، د اټرا ادارې مرستیال ښاغلي عطا محمد ياري د مخابراتو وزارت په استازیتوب او همدا راز اسماعيل جرودي د (ام ټي ان) ګروپ شرکت د منځني ختيځ او شمالي افريقا لپاره مشر مرستيال، عباد رضا د (ام ټي ان) افغانستان شرکت عمومي اجرايوي رئيس، هدايت الله زاهد د (ام تي ان) افغانستان شرکت د مؤسسه يي خدمتونو رئیس په استازولۍ ګډون کړی و.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست غونډې ته راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست وویل او څرګنده یې کړه چې له دې غونډې څخه یې موخه پر M1 کمپنۍ د (MTN) شرکت د مسوولانه خرڅلاو د څرنګوالي په اړه د وضاحت غوښتل و.

د (MTN) شرکت چارواکو ژمنه وکړه، چې د قبرس، سوریې او یمن هېوادونو په څېر به له افغانستان څخه خپله ونډه پر M1 نړیوال شرکت " چې د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې کافي تجربه لري، د افغانستان د نافذه قوانینو په مطابق پلوري.

دوی زیاته کړه، په تېره غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د دغه شرکت د ونډو د پلور راپور په غیر رسمي ډول له وزارت سره شریک شوی و خو دا ځل دا موضوع د هېواد د قوانینو او د آترا ادارې د مقرراتو له مخې شریکېږي.

جلسه آنلاین شرک مخابراتی MTN

د دغه شرکت چارواکو ژمنه وکړه چې د (MTN) خرڅلاو به د دغه شرکت ۶ میلیونه ګډونوالو او ۴۰۰ اوسنیو کارکوونکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې هېڅ منفي اغېز ونه کړي او برعکس د دوی پراختیايي پروژې به پراختیا ومومي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر مولوي نجیب الله حقاني، د مارکېټ انتخاب د هر افغان وګړي له اساسي حقونو څخه ګڼي او د هېواد د اصولو او مقرراتو او په جواز کې د شاملو شرايطو له مخې د (NTN) شرکت د خرڅلاو د قانوني اقدام ستاينه يې وکړه.

خو په ورته وخت کې یې په ټينګار سره یادونه وکړه چې د دواړو لوریو د ټولو مسووليتونو او مکلفيتونو د روښانه کولو او درک لپاره بايد مخامخ ناسته ترسره شي.

د وزارت سرپرست زیاته کړه چې د M1 شرکت د ارزونې لپاره به یوه تخنیکي کمېټه جوړه شي چې د دواړو خواوو ترمنځ د هوکړه لیک د مفاداتو بیاکتنه وکړي او د هغې کاپي له وزارت سره شریکه کړي.

د M1 شرکت یوه نړیواله کمپنۍ ده چې په تیرو څو کلونو کې یې د ښو مخابراتي خدمتونو په وړاندې کولو سره خپل نړیوال باور ساتلې او د هیواد له سوداګرۍ او دودونو سره بلدتیا لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته