د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او کورنيو چارو وزارت تخنيکي ټیمونو د آذربایجان د آسان خدمت ادارې څخه لیدنه وکړه

Author image
Alireza Khaliqyar
شنبه ۱۳۹۷/۸/۵ - ۱۶:۴۰
44846124_1970442856586265_2697819626070343680_n

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د آسان خدمت ادارې او کورنيو چارو وزارت ګډ پلاوي د آسان خدمت ادارې د رئیس محمد نعيم څمکني په مشرۍ د آذربايجان هېواد ته په خپل رسمي سفر کې ددغه هېواد د ټرافيکو او پاسپورټ سيسټمونو د ارزونې او لیدنې په موخه د آذربایجان د آسان خدمت ادارې د مرکزونو څخه لیدنه وکړه
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او کورنيو چارو وزارت دغه مشترک پلاويی کې د آسان خدمت ادارې رئیس، د ظرفیتونو لوړولو او حقوقي برخې مسؤلین همدارنګه د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت ریاست تخنیکي معاون، د پاسپورت ریاست د آی ټي برخې مسؤل، د ټرافیکي حادثاتو، د جوازسیر، د موټرچلولو د جواز او مالي او اداري آمرین شامل وو.
ددغه سفر په ترڅ کې د افغانستان رسمي پلاوي د آذربایجان د آسان خدمت دریم او پنځم مرکز څخه د لیدنې تر څنګ يې د بشري منابعو، ارزونې، مانیټورینګ او بریښنايي حکومتولۍ د ترويج په موخه جوړو شويو پرزینټشونو کې ګډون وکړ.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او کورنيو چارو وزارت مشترک پلاوي همدا شان د آذربایجان د کورنیو چارو وزارت په پلان شوې ناسته کې برخه واخیسته او ددوي د پرمختګونو په اړه یې معلومات تر لاسه.
مشترک پلاوي په دغه رسمي سفر کې د پاسپورټ د انلاين سیستم، د موټر چلولو د جواز او جواز سیر د توزیع مراحل چې په نوي ټکنالوژۍ سمبال او جوړ شوي دي له نږدې ولیدل او د اړوندو مسؤولينو سره يې ددغه سيسټمونو د جوړښت په اړه خبرې وکړې چې څنګه کولی شي، ياد سيسټمونه په افغانستان کې هم عملي کړي.
د ویلو ده چې آسان خدمت اداره هم د افغانستان د ټرافيکو سيسټمونو په مدرنيزه کولو کار کوي او ددغه لیدنو په ترڅ کې دوی کولی شي، د آذربایجان له تجربو څخه د خپلو سيسټمونو په جوړولو کې ګټه واخلي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته