د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د ګڼو وزارتونو او ادارو د آي ټي برخې مسؤلینو تر منځ د سیسټمونو د همغږۍ ناسته وشوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۰ - ۱۶:۵۷
وزارت مخابرات

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حقاني په مشرۍ د ګڼو دولتي ادارو د آی ټي برخې له مسؤلینو سره په دې موخه ناسته وشوه چې افغانستان کې د دولتي ادارو ترمنځ د سیسټم جوړونې په برخه کې همغږي رامنځته شي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر محترم الحاج نجیب الله حقاني ټکنالوجي د اوسني دور اړتیا او د حکومتونو په کچه ډیجیټلایزیشن یې اړینه مسئله وګڼله چې له مخې یې کارونو کې روڼتیا او د چارو پر وخت د ترسره کېدو لامل کېږي .
ښاغلي وزیر صاحب د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د سیسټمونو د نا همغږۍ او د انسجام د نه موجودیت په هکله وویل، که په دې برخه کې همغږي وجود ونه لري د ډیټا د لاسه وتلو او د ګڼو نورو ستونزو د رامنځته کېدو امکانات شته او که چېرته ټول سیسټمونه له یوه آدرسه منسجم او همغږي وساتل شي د دوی د بک اپ، حفظ او مراقبت او همدا راز تخنیکي ستونزې یې ژر تر ژره حل کېږي چې له یوه لوري د چارو د ځنډ مخنیوی کېږي او له بل لوري کولای شو یاده چاره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له آدرسه په ډېر کم مصرف سر ته ورسوو.
د یادونې وړ ده دغې ناسته کې پر هغې لایحې خبرې وشوې چې له مخې یې افغانستان کې ټولې دولتي ادارې اړې دي څو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سره په همغږۍ سیسټمونه ډیولپ او یا هم جوړ کړي او د وزارت د آی ټي برخې مسؤلینو ګډونوالو ته په دې اړوند پوره مالومات وړاندې کړل چې د سیسټمونو د جوړولو لپاره به د دولتي ادارو د آی ټي برخې مسؤلین خپلې نیازمندۍ له یاد وزارت سره شریکوي او د هغې مطابق به له هغو سره د سیسټمونو د جوړولو په برخه کې مرسته کېږي، همدا راز د یادې لایحې په تړاو د ټولو ګډونوالو پوښتنو ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر محترم الحاج نجیب الله حقاني ځوابونه وویل او هغه پوښتنې چې یې د لایحې په برخه کې درلودې ځواب کړې.

مولوی نجیب الله حقانی وزیر مخابرات و تکنالوژی معلوماتی افغانستان

د غونډې ګډونوالو یاده چاره افغانستان کې د ډیټا د خوندیتوب او همدا راز پر وخت د تخنیکي ستونزو حل او د لوړو مصارفو د مخنیوي په برخه کې اړینه وګڼله او دا یې د افغانستان اسلامي امارت ستره لاسته راوړنه وبلله چې وبه کولای شي هېواد کې دولتي کارمندانو او ولسونو ته په کارونو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
هغه لایحه چې د سیسټمونو د جوړولو په برخه کې تر دې دمه د اجراء وړ ده او ټول سیسټمونه د همدې لایحې په اساس د دولتي اداراتو لپاره جوړېږي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د سیسټم جوړونې رییس ښاغلي وزیر آرمین له لوري ګډونوالو ته قراءت شوه او د لا غني کېدو په موخه د دولتي ادارو د آی ټي مسؤلینو ته دنده وسپارل شوه څو راتلونکې ناستې ته خپل نظرونه او وړاندیزونه پکې د تعدیل په موخه شریک کړي. 

وزیر آرمین
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د سیسټم جوړونې ریاست د کابل ادارې د وخت حاکم له لوري له مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت جلا او د احصایې ملي ادارې ته منتقل کړی و او د هېواد د سیسټم جوړونې ټولې چارې له هماغه ځایه سرته رسېدلې، پر افغانستان د اسلامي امارت له دویم ځل حاکمیت وروسته د کابینې د پرېکړې په اساس د سیسټم جوړونې ریاست د احصایې له محترمې ادارې بیا ځلي مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ته منتقل او د یاد وزارت په چوکاټ کې خپلې چارې پر مخ وړي چې دنده یې د هېواد ټولو برخو کې د سیسټمونو جوړول او ډیجیټلایزیشن دی چې اوسمهال هم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د سیسټم جوړونې ریاست کارکوونکي ډیری حکومتي ادارو کې د سیسټمونو پر جوړولو بوخت دي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۱۲:۴۷
Background image

د نوري فایبر سره د پکتیکا ولایت د کانونو ریاست د نښلولو پروژه پرانیستل شوه

د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ...

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۱۲:۳۶
Background image

د لوګر ولایت په مرکز کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د پیرودونکو خدماتو څانګه پرانیستل شوه

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د خپلو پرمختیایي پلانونو پر بنسټ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ...

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۱۶:۳
Background image

پروان ولایت کې د مخابراتي شرکتونو د پیرودونکو د خدمتونو له مرکزونو څارنه وشوه

د پروان ولایت مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست له لوري د ګډ تخنیکي ټیم په مرسته د ټولو مخابراتي شرکتونو...

بېرته خبرونه ته