د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د احصایې ملي ادارې تر منځ په ملي ډیټا سنټر کې د سرورونو کولوکیشن, د تولد کارتونو د سیستم هاسټ کول او ګودام دارۍ سیسټم د جوړولو هوکړه لیکونه لاسلیک شول

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۸:۵۳
وزارت مخابرات

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني او د احصایې ملي ادارې مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حقاني، احصایې ملي ادارې ته د مخابراتو وزارت په ملي ډیټا سنټر کې د سرورونو او نورو تخنیکي وسائیلو د کولوکیشن خدماتو د وړاندې کولو، د تولد کارتونو جوړولو سیسټم د هاسټ کولو او ګودام دارۍ لپاره د سیسټم پر جوړولو تفاهمنامې لاسلیک کړې.

د دغو هوکړه لیکونو له مخې به د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په ملي ډیټا سنټر کې د احصایې ملي ادارې اړوند ټولو سرورونو او نورو تخنیکي وسائیلو د کولوکیشن او تولد کارتونو لپاره د سیستم د هاسټ کولو خدمات وړاندې کېږي همدا اراز له مخې به یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت احصایې ملي ادارې ته د ګودام دارۍ یو پرمختللی سیسټم جوړوي چې د توکو او جناسو د کټګوریو ثبت، د سریل نمبرونو تعینول، د توکو د ځانګړنو او ډولونوثبت، د ویشل شویو او پاتې توکو تعداد او ورته نورې مهمې ځانګړنې لري، چې په اساس به یې د ګدام دارۍ په برخه کې چارې اسانې او په منظم ډول مدیریت شي.

په دغه ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني ډاډ څرګند کړ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ډیجیټل حکومتولۍ د تطبیق او همدا راز د ټکنالوجۍ په برخه کې امارتي ادارو او وزارتونو ته د آسانتیاو د برابرولو په برخه کې ژمنتیا لري.

وزیر مخابرات

ورته مهال د احصایې ملي ادارې مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حقاني هم د خپلو څرګندونو په ترڅ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت څخه مننه وکړه چې د یادو تفاهم لیکونو په اساس به د احصایې ملي ادارې تولدکارتونو لپاره غوره تخنیکي چاپیریال برابر او د ګودام دارۍ د چارو د آسانتیا په موخه یو منظم سیسټم جوړ شي چې دوی به وکولای شي خپلې چارې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري د برابرو شویو امکاناتو په اساس ښه خدمات وړاندې کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت چې هېواد کې د ډیجیټل حکومتولۍ د تطبیق او همداراز د ټکنالوجۍ په برخه کې د سیسټمونو د جوړولو، تطبیق او د ملي ډیټا سنټر له طریقه د خدماتو د وړاندې کولو دنده پر غاړه لري تر دې دمه توانېدلی امارتي ادارو او وزارتونو ته د چارو د آسانتیاو په موخه ګڼ شمېر مهم سیسټمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته یې وسپاري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۵:۱۱
Background image

د ا.ا.ا اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې د هېواد ۱۳ وزارتونو ته، د اسنادو او مکتوبونو ډیجیتل مدیریتي سیستم په آزمایښتي ډول تشرېح شو

ریاست عمومی حکومتداری دیجیتلی وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی، به رهبری محترم الحاج حافظ محمد امین جان عمری معین مالی و اداری وزارت، به منظور تسریع امور و...

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۱۷
Background image

کندز ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د ډیجټلي مهارتونو ښوونیز مرکز کې د ۳۶ دورې لپاره د زدکوونکو د جذب په موخه آزموینه واخیستل شوه

د ډیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز کې په ۳۶ مې دورې کې د کمپیوټر اړوند زدکړو د حاصلولو په موخه له (۴۰) تنه زدکوونکو څخه...

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۳:۴۸
Background image

پکتیا ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د ډیجټلي مهارتونو ښوونیز مرکز کې د ۲۳ دورې لپاره د زدکوونکو د جذب په موخه آزموینه واخیستل شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د کمپیوټر ښوونیزو مرکزونو کې ګډونوالو ته د شپږ میاشتو په موده کې...

بېرته خبرونه ته