د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د آزموینو ملي ادارې تر منځ د کانکور د آزموینې سیسټم د جوړولو هوکړه لیک لاسلیک شو

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۷:۴۴
وزارت مخابرات

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د آزموینو ملي ادارې تر منځ د کانکور د آزموینې سیسټم د جوړولو هوکړه لیک د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني او د آزموینو ملي ادارې مشر ښاغلي الحاج مولوي عبدالباقي حقاني تر منځ لاسلیک شو.

وزارت مخابرات و تحصیلات عالی

دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د ټکنالوجۍ په ارزښت او ډیجیټل حکومتولۍ خبرې وکړې او اوسني عصر کې یې د سیسټمونو له لارې د چارو ترسره کول ولسونو لپاره یوه مهمه برخه یاده کړه.

د نوموړي په خبره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هڅه کوي څوهېواد کې د ډیجیټل حکومتولۍ له مخې امارتي وزارتونو او ادارو ته ګڼ شمېر سیسټمونه جوړ او د ملت د هوساینې په موخه یې تطبیق کړي چې اوس مهال هم د مخابراتو او معلوماتي ټنکالوجۍ وزارت یو شمېر سیسټمونه تطبیق کړي او په ډېر شمېر سیسټمونو کار روان دی.

مولوی نجیب الله حیات حقانی

د کانکو آزموینې سیسټم چې یو پرمختللی سیسټم دی د یوې بهرنۍ کمپنۍ له خوا جوړ شوی و او د هغې تنظیم او حفظ مراقبت هم د هغوی په لاس کې و او د ستونزې پېښېدو په صورت کې هغوی باید اجراأت کړي وای چې اوس لله الحمد یاد سیسټم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست د فني انجنیر صاحبانو له لوري چمتو کېږي او په لنډ وخت کې به یې د تطبیق مرحله هم پیل شي.

په ټولیز ډول د کانکور د آزموینو سیسټم د هېواد په کچه د نمرو ورکونې، ګڼو پوهنځیو ته د نمرو په اساس د محصیلینو د ویش تفکیک او د نمراتو د ترتیب او تنظیم چارې سرته رسوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته